د افغانستان لپاره د امریکا سفارت په خپله اېکس پاڼه په افغانستان کې د رسنیو پر ازادۍ ټینګار کړی.
د امریکا سفارت د رسنیو د ازادۍ نړېوالې ورځې په مناسبت ویلي چې، موږ باید دا ډاډ ولرو چې هر نظر اورېدل کیږي.
د مئ میاشتې درېیمه نېټه د رسنیو د ازادۍ نړېواله ورځ ده.
د افغانستان لپاره د امریکا سفارت د یکشنبې په ورځ د (غوايي نهمه) په خپله اېکس پاڼه د رسنیو ازادۍ د ټولنې مهم رکن بللی دی.
د امریکا سفارت وايي چې د مطبوعاتو له ازادۍ سره به «خلک پیاوړي شي.»
دا په داسې حال کې ده، چې په افغانستان کې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته طالبانو د بشري حقونو په ځانګړې توګه د ښځو حقونه او د بیان ازادۍ تر پښو لاندې کړه او څو ځله یې خبریالان په بېلابېلو پلمو نیولي او د ځینو رسنیو دفترونه یې تړلي دي.
د ښځینه کارکونکو لپاره د ماسک اچول، په ځینو سیمه ییزو رسنیو کې د ښځو د غږونو پر خپرېدو بندیز او د موسیقۍ په خپرولو بندیز د طالبانو له خوا پر رسنیو د بندیزونو له ډلې څخه دي.
په وروستۍ پېښه کې شاوخوا یوه اونۍ وړاندې طالبانو په خوست کې درې سیمه ییز خبریالان د «موسیقۍ خپرولو او ښځینه اورېدونکو سره د ټیلیفون له لارې اړیکي نیولو.» په تور نیولي وو او څو ورځې وروسته یې خوشې کړل.