بیل‌ګېټس: هیڅ داسې ضمانت نشته چې په نړۍ کې دې ګوزڼ په بشپړ ډول له منځه ولاړ شي

AP ۱۴۰۳ غویی ۱۰

د بیل او ملینډا ګیټس بنسټ مشر خبرداری ورکړ چې هیڅ داسې ضمانت نشته چې هیوادونه به د ګوزڼ په بشپړ له منځه وړلو کې بریالي شي.

ګېټس له دې ناروغۍ سره د مبارزې لپاره د هېوادونو پر مالي ژمنتیا ټینګار وکړ.

بیل‌ګېټس د ګوزڼ د له منځه وړلو په نړېواله مبارزه کې د سعودي عربستان له لوري د ۵۰۰ میلیون ډالرو مرستې هرکلی وکړ او ویې ویل چې هیوادونه باید دغه ویروسي ناروغۍ کمه ونه ګڼي.

سعودي عربستان د یکشنبې په ورځ د پولیو سره د مبارزې لپاره په راتلونکو پنځو کلونو کې د ۵۰۰ میلیونه ډالرو مرستې ژمنه وکړه. په دې توګه، سعودي عربستان له ګوزڼ سره د مبارزې په برخه کې د امریکا سره په مساوي توګه د لویو ملاتړ کوونکو هېوادونو په کتار کې راځي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې عربستان د تېرو شلو کلونو راهیسې د ګوزڼ د له منځه وړلو په برخه کې مبارزه کوي.

د سعودي نوې مرستې د پولیو د له منځه وړلو نړېوال کمپاین (GPEI) لپاره د ملاتړ تشه تر یوه بریده ډکوي.

د دغه کمپاين د وياند په خبره، دغه کمپاين په راتلوونکو دوو کلونو کې ٤،٨ ميليارډه ډالرو ته اړتيا لري او دا مهال ١،٢ ميليارده ډالره د بوديجې کسر لري.

ګوزڼ یا پولیو یوه ویروسي ناروغي ده چې هر کال ډیر ماشومان فلج کوي، خو د ۱۹۸۸ راهیسې د واکسین د پراخو کمپاینونو له امله دغه ویروس ۹۹ سلنه څخه ډير کم شوی.

خو، د افغانستان د وضعیت او د پاکستان په ځینو برخو کې د ناامنیو له امله د دغه ویروس بشپړ له منځه وړل لاهم یو لرې هدف دی.

ګېټس رویټرز ته وویل: «هیڅ ضمانت نشته چې موږ به بریالي شو. البته، زه په کلکه احساس کوم چې موږ کولی شو بریالي شو، خو دا یو ستونزمن کار دی چې دا هدف به ترلاسه کړو.»

هغه زیاته کړه چې د ځواکمنو مسلمانو هیوادونو لکه سعودي عربستان ملاتړ به د پولیو واکسین په اړه شکونه کم کړي.

نور خبرونه

رادیو

ستاسو د غږ لپاره کور

خپل فلمونه او غږونه را ولېږئ