د کابل ـ جلال اباد لویه لاره د فرعي سړک له جوړېدو وروسته د تګ راتګ لپاره پرانیستل شوه

AP ۱۴۰۳ غویی ۱۰

د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت وايي، د کابل ـ جلال اباد لویه لاره یې د لنډ وخت لپاره د یوه فرعي سړک له جوړولو وروسته د تګ راتګ لپاره پرانیستې ده.

د وزارت ویاند وايي، د کابل ـ جلال اباد اصلي لاره د کابل له دروازې نیولې تر درې کیلومترو پورې د غره ښوېدو له امله تړل شوې ده.

د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت ویاند محمد اشرف حق شناس نن دوشنبه (غوايي ۱۰مه) په ایکس پاڼه لیکلي چې د دغې لارې د تړل کېدو وروسته یې د دغې لارې څنګ ته یوه بله فرعي لاره د لنډ وخت لپاره تګ راتګ ته بېرته پرانیستې ده

هغه په خپله ایکس پاڼه یوه ويډیو خپره کړې چې د دغه وزارت اړوند وسایط پر سړک پراته لوی کمرونو له سړک پاکوي او په دغه لاره کې بند پاتې موټر په بله لاره روان دي.

نن له غرمې د ننګرهار لپاره د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري پر دغه لاره موټر چلوونکو ته د یوه خبرداري په خپرولو سره ویل شوي و چې، په دغه لویه لاره تګ راتګ ونه کړي.

نور خبرونه

رادیو

ستاسو د غږ لپاره کور

خپل فلمونه او غږونه را ولېږئ