طالبان: نږدې څلورنیم زره افغان کډوال په جبر او خپله خوښه له ایران او پاکستانه راستانه شول

AP ۱۴۰۳ غویی ۱۰

د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، په تېرو دوو ورځو کې له ایرانه نږدې څلور زره افغان کډوال په جبري توګه او خپله خوښه هېواد ته راستانه کړل شوي چې ۴۸ تنه یې بې سرپرسته ماشومان دي.

دغه وزارت وايي، له پاکستانه هم سلګونه کډوال په زور راستانه کړل شوي.

د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت په خپله اېکس پاڼه لیکلي چې د غوايي په اتمه او نهمه نېټه ۳۹۴۳ تنه افغان کډوال په خپله خوښه او جبري توګه له ایرانه راستانه کړل شول.

د کډوالو وزارت وايي، په راستانه شویو کډوالو کې کورنۍ او مجرد کسان شامل دي، چې له دې ډلې۶۶۷ تنه یې د مرستو وړ ګڼل شوي او د ملګرو ملتونو د کډوالۍ سازمان ته یې ورپيژندلي دي.

همدارنګه د طالبانو د کډوالو وزارت وايي، له ایرانه په راستانه کړل شویو کسانو کې ۴۸ تنه بې سرپرسته ماشومان هم شامل وو، چې د کورنیو موندلو په موخه یې په هرات ولایت کې د وارچایلډ موسسې ته سپارلي دي.

په ورته وخت کې طالبان وايي، ۴۵۱ تنه افغان کډوال د یک شنبې په ورځ د (غوايي نهمه) نېټه له پاکستانه په جبري توګه هېواد ته راستانه کړل شول.

د کډوالو وزارت د معلوماتو له مخې په جبري توګه دغه راستانه کړل شوي کډوال ۸۷ کورنۍ چې شمېر ۳۵۰ تنه دی د کندهار د سپین بولدک او ۱۸ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۰۱ تنه دي د تورخم له لارې راستانه کړل شوي دي.

که څه هم د پاکستان حکومت له لوري په جبري توګه د افغان کډوالو د اېستلو لړۍ دوام لري، خو څو ورخې وړاندې پاکستان د هغو افغان کډوالو د اوسېدو موده د دوه نورو میاشتو لپاره وغځوله چې د ملګرو ملتونو د کډوالۍ عالي کمیشنرۍ (یو‌این‌‌ایچ‌سي‌ار) له لوري ورته د پي او ار کارټونه ورکړل شوي.

نور خبرونه

رادیو

ستاسو د غږ لپاره کور

خپل فلمونه او غږونه را ولېږئ