په یوه اونۍ کې ترکیې د ادیرنه په ښار کې تر ۴۰۰ زیات کډوال نیولي دي

AP ۱۴۰۳ غویی ۱۰

ترکي رسنیو د ادیرنه د سیمه ییزو چارواکو له خولې لیکلي، چې په تېره یوه اوونۍ کې په دغه ښار کې د استوګنې له اسنادو پرته ۴۶۸ پناه غوښتونکي نیول شوي دي.

د راپورونو له مخې د ترکیې پولیسو په ګډو عملیاتو کې ۱۸ تنه د «انساني قاچاق» په تور نیولي دي.

د دغه هېواد چارواکو دا هم ویلي، چې تېره اوونۍ اووه شکمن موټر یې درولي، چې په پایله کې یې دغه پناه غوښتونکي نیول شوي دي.

د راپورونو له مخې، نیول شوي پناه غوښتونکي د ادیرنه د کډوالۍ ادارې ته سپارل شوي او ۱۸ نور تورن کسان محکمې ته وړاندې شوي دي.

رسنیو خبر ورکړی، چې د دغه هېواد د پولیسو د ګډو عملیاتو په پایله کې اووه موټر چې کډوال یې لېږدول، نیول شوي دي.

تېره میاشت د دغه ښار سیمه ییزو چارواکو د افغانستان او پاکستان څه باندې زر کډوال د اوسېدو له اسنادو پرته ونیول.

په تیرو میاشتو کې د ترکیې پولیسو په بېلابېلو ښارونو کې د کډوالو د پیژندلو، نیولو او په زوره د شړلو لپاره پراخ عملیات پیل کړي دي.

د ترکیې د کورنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، د ۲۰۲۴ میلادي کال په لومړیو څلورو میاشتو کې د دغه هېواد د ساحلي ساتونکو له خوا ۱۵ زره او ۸۱۶ کډوال نیول شوي او د دغه هېواد په سواحلو کې د کډوالۍ په بېلابېلو پېښو کې ۲۸ کډوال مړه شوي دي.

نور خبرونه

رادیو

ستاسو د غږ لپاره کور

خپل فلمونه او غږونه را ولېږئ