د امریکا د بهرنیو چارو وزیر سعودي عربستان ته ورسېد

AP ۱۴۰۳ غویی ۱۰

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن منځني ختیځ ته د خپل سفر په لومړي پړاو کې سعودي عربستان ته ورسېد.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې ښاغلی بلېنکن به د سعودي عربستان له چارواکو سره د غزې او د سعودي عربستان او اسراییل ترمنځ د اړیکو د عادي کېدو په اړه خبرې وکړي.

له ریاض څخه به ښاغلی بلېنکن اردن او اسراییل ته سفر وکړي، او په غزه کې به د ناوړه بشري وضعیت د ښه کولو پر هڅو تمرکز وکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې ښاغلی بلېنکن به د خپل سفر په ترڅ کې غزې ته د بشري مرستو د زیاتولو په اړه هم خبرې وکړي.

منځني ختیځ ته د انتوني بلېنکن تر سفر مخکې، د امریکا ولسمشر جوبایډن د اسراییل له صدراعظم بنیامین نتنیاهو سره د غزې په اړه په ټیلیفون خبرې کړې وې.

سپینې ماڼۍ د یکشنبې په ورځ وویل چې جوبایډن په ټیلیفوني خبرو کې د غزې په سرحدي ښار رفح باندې د اسراییل د احتمالي برید په اړه خپل واضح دریځ تکرار کړ.

واشنګټن ویلي چې د مناسب او باوري بشري پلان پرته به د رفح ښار د عملیاتو ملاتړ ونه کړي.

نور خبرونه

رادیو

ستاسو د غږ لپاره کور

خپل فلمونه او غږونه را ولېږئ