د طالبانو د کابينې په غونډه کې پرېکړه شوې، چې په ننګرهار، کندهار، پکتیا، پکتیکا او خوست ولایتونو کې زراعتي کمپلکسونه جوړ وي.
د طالبانو د کابينې په غونډه کې په همدې ولایتونو کې د ډبرو سکرو د استخراج، بسته بندۍ او تخليې د مرکزونو پر جوړېدو هم خبرې شوې دي.
د طالبانو د چارو د ادارې لوی رياست د دوشنبې په ورځ په يوې اعلاميه کې د طالبانو د رییس الوزرا ملا حسن اخوند په مشرۍ د کابينې د يویشتمې غونډې د جوړېدو خبر ورکړی.
په اعلاميه کې راغلي، چې ملاحسن اخوند د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت ته امر کړی، چې په ننګرهار، کندهار، پکتيا، پکتيکا او خوست ولایتونو کې دي د ډبرو سکرو د پروسس، بسته بندۍ او تخليې لپاره ځانګړي شوې ځمکې تصفيه او معلومات دې د هبت الله له دفتر سره شریک شي.
په اعلاميه کې د طالبانو ریس الوزرا له قوله ويل شوي، چې د مشرتابه له حکم وروسته دې په دې ولایتونو کې د ډبرو سکرو د پروسس د مرکزونو د جوړېدو چارې پيل شي.
اعلاميه زياتوي، چې په غونډه کې په بلخ، ننګرهار، هرات، او هلمند ولایتونو کې د شپږو کرنيزو کمپلکسونو د جوړولو طرحه د دوی اقتصادي معاونيت ته سپارل شوې او د تایید لپاره د مشرتابه مقام ته هم وړاندي شوې ده.
طالبانو د ډبرو سکرو د پروسس د مرکزونو او کمپلکسونو د جوړېدو د وخت په اړه نور جزيیات نه دي ورکړي.
طالبان واک ته په رسېدو تر ډېره تکيه د کانونو پر استخراج ده او په دې برخه کې ډېرو کورنيو او بهرنيو شرکتونو هم د کار کولو لېوالتيا ښودلې ده.
چين یو د هغو هېوادونو څخه دی، چې د کانونو استخراج په برخه کې يې د طالبانو سره اړيکې پراخه او په شمالي ولایتونو کې عملا د کانونو ځني قراردادونه ترلاسه کړي دي.
پر طالبانو تر ډېره نيوکه کېږي، چې په ډېرو برخو کې کانونه په غيري مسلکي ډول راباسي او د قراردادونو په برخه کې يې هم خپلې ګټې په نظر کې نيولي دي.