د افغانستان په چارو کې د ایران ځانګړی استازی حسن کاظمي قومي وايي، د حکومتونو په رسمیت پېژندنه د هر هېواد په خلکو پورې اړه لري.
ښاغلي قمي ویلي، که د ملګرو ملتونو د نوي استازي ټاکل له مشخصو واکونو سره د افغانستان له وضعیت سره مرسته کوي، باید هرکلی یې وشي.
ښاغلي قمي له طلوع نیوز سره په مرکه کې ویلي، هغه څه چې د افغانستان خلک یې غواړي د ایران له خوا منل کېږي.
هغه په افغانستان کې پرمختګونه د ګاونډیو هېوادونو پر ملي امنیت اغېزمن وبلل او زیاته یې کړه: «په افغانستان کې د شته ستونزو او له ترهګرۍ څخه د اندېښنو د حل لپاره د سیمې هېوادونو ګډې اجماع او ګډې همکارۍ ته اړتیا ده.»
دغه ایرانی ډیپلوماټ وايي، ایران د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي د ټاکلو په ګډون د هر هغه ګام ملاتړ کوي چې په افغانستان کې ستونزې هوارې کړي.
خو هغه ټینګار وکړ چې د ځانګړي استازي واکونه باید روښانه وي.
ایران د نورو هېوادونو په څېر طالبان د یوه مشروع حکومت په توګه په رسمیت نه پېژني، خو له دغې ډلې سره ډیپلوماټیکې او اقتصادي اړیکې لري او په تهران کې یې د افغانستان سفارت طالبانو ته سپارلی دی.