د بشري حقونو ملي راپور: د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې ترهګرې ډلې بیا را ژوندۍ شوې دي

AP ۱۴۰۳ غویی ۱۰

د بشري حقونو ادارې د ملي راپور له مخې، په افغانستان کې د طالبانو په ملاتړ سره بېلابېلې ترهګرې ډلې لکه القاعده، تحریک طالبان پاکستان، داعش خراسان، د تاجکستان د انصار الله جماعت، د ازبکستان اسلامي غورځنګ او حقاني شبکه یو ځل بیا را ژوندۍ شوې دي.

په دغه راپور کې ویل شوي، چې په افغانستان کې د امنیت د ښه والي له ادعا سره سره په دغه هېواد کې پر ښوونځیو او دیني تاسیساتو ترهګریز بریدونه دوام لري.

دغه راپور لیکي، چې د ترهګریزو بریدونو د قربانیانو کورنۍ له هیڅ ډول بې پرې څېړنو څخه ګټه نه اخلي.

د راپور پر بنسټ، طالبانو هم وخت ناوخته ادعا کړې، چې د هغو چاودنو په اړه پلټنې کوي، چې ملکي وګړي په نښه کوي.

خو د پېښې قربانیان د څېړنو له پایلو نه دي خبر شوي.

په جینوا کې د افغانستان د دایمي استازوالۍ له خوا د افغانستان د بشري حقونو په ملي راپور کې ویل شوي، چې د طالبانو ډیری مهم شخصیتونه او تصمیم نیوونکي د نړۍوالو بندیزونو په نوملړ کې شامل دي.

د دغه راپور له مخې، د دغو بندیزونو د لیرې کولو لپاره د طالبانو هڅې او لابینګ دوام لری.

په دغه راپور کې د طالبانو د عدلیې وزیر عبدالحکیم شرعی، د دغې ډلې د سترې محکمې رئیس عبدالحکیم حقانی او د طالبانو د معارف وزیر حبیب الله اغا د هغو کسانو په توګه یاد شوي دي، چې په دې نوملړ کې شامل دي.

دغه کسان په تېرو دوه نیمو کلونو کې په افغانستان کې د بشري حقونو په پراخه سرغړونو کې ښکیل دي.

د افغانستان د بشري حقونو ملي راپور کې یادونه شوې، چې طالبانو د بشري حقونو پر ضد شاوخوا ۲۰۰ فرمانونه صادر کړي دي.

دا فرمانونه په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو، قومي او مذهبي لږکیو او نورو زیان منونکو ټولنو په حقونو برید دی.

نور خبرونه

رادیو

ستاسو د غږ لپاره کور

خپل فلمونه او غږونه را ولېږئ