پاکستاني پوځیانو په خیبرپښتونخواه کې ۴ وسلوال وژلي دي

AP ۱۴۰۳ غویی ۱۰

پاکستاني پوځيانو د خیبرپښتونخواه ایالت په ټانک ولسوالۍ کې د څلورو وسلوال د وژل کېدو خبر ورکړ.
د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو څانګه وایي، یاد وسلوال د امنیتي ځواکونو په یو لړ عملیاتو کې چې د وسلوالو د له منځه وړلو په موخه ترسره شوي و، وژل شوي دي.

ویل کیږي، چې وژل شويو وسلوالو په سيمه کې په ډېرو ورانکارو فعاليتونو کې لاس درلود.
د راپورونو له مخې، امنیتي ځواکونو تر هغه وروسته د روانې میلادي میاشتې په ۲۸مه او ۲۹مه نېټه عملیات وکړل، چې په سیمه کې د ترهګرو د شتون راپور ورکړل شوی و.
د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو څانګه دغه راز زیاتوي، چې په دې عملیاتو کې یوه اندازه وسلې او چاودیدونکي توکي هم ترلاسه شوي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې په پاکستان کې په دې وروستیو کې د پوځ او ترهګرو ترمنځ نښتې زیاتې شوې دي.
د یادولو وړ ده، چې د پاکستان پوځ د یکشنبې په ورځ هم د خیبرپښتونخواه په دیره اسماعیل خان کې د دوو وسلوالو د وژل کېدو خبر ورکړ.

نور خبرونه

رادیو

ستاسو د غږ لپاره کور

خپل فلمونه او غږونه را ولېږئ