د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا غونډه جوړيږي

AP ۱۴۰۳ غویی ۱۰

‏ د افغانستان د بشري حقونو په اړه د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د ډله‌ییز کار شورا د بشري حقونو د ارزولو په موخه د څلورم ځل لپاره غونډه جوړوي.

‏په پام کې ده چې دغه غونډه نن دوشنبه د غوايي په ۱۰مه په جینوا کې جوړه شي.

‏ د بشري حقونو د شورا په هغه خبرپاڼه کې چې تېره اونۍ یې خپره کړې راغلي، چې دوی به په دغې ناسته کې د هغو راپورونو ارزونه او څېړنه وکړي چې د دغه هېواد په اړه د بشري حقونو د خپلواکو کارپوهانو او مدني ټولنې له‌خوا چمتو شوي دي.

د بشري حقونو د شورا په خبرپاڼه کې دا هم راغلي و، چې تمه ده په دغې غونډه کې د هغو وړاندیزونو جاج هم واخیستل شي چې په تېر پړاو کې یې برخه‌والو ژمنه کړې وه.

افغانستان هم د هغو ۱۴ هېوادونو په لړ کې دی چې د ملګرو ملتونو د دغې ډلې تر څېړنې لاندې دی.

‏د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا ۵۵مه کلنۍ غونډه د ۱۴۰۲ کال د کب په لومړیو کې جوړه شوې وه.

د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د بشري حقونو دغې غونډې ته د افغانستان په استازولۍ نصیر احمد اندېشه وربلل شوی دی.

د افغانستان بشري وضعیت داسې مهال تر ارزونې لاندې نیول کېږي، چې واک ته د طالبانو تر رسېدو وروسته په دغه هېواد کې بشري وضعیت ډېر کړکېچن شوی دی.

طالبانو پر افغانانو په تېره بیا پر ښځو او نجونو سخت بندیزونه لګولي او د هغوی د لومړنیو حقونو یې هم بې شمېره سرغړونې کړې دي.

نور خبرونه

رادیو

ستاسو د غږ لپاره کور

خپل فلمونه او غږونه را ولېږئ