• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

صالح یوناما ته: ایا پوهیږئ چې د طالبانو اکثریت پرېکړې د قبیلوي تعصب پر بنسټ کیږي

۱۹ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۹ جولای ۲۰۲۴، ۲۱:۵۱ GMT+۱

د زرغون بهیر مشر د امربالمعروف وزارت په اړه د یوناما د راپور په غبرګون ویلي، چې د دې ادارې چوپتیا د دې په پرتله ښه وو، چې د چاپلوسۍ په نطق سره د ملګرو ملتونو حیثیت ته نه جبرانېدونکی تاوان ورسوي.

امرالله صالح په خپل اېکس کې د یوې لیکنې په ترڅ کې له یوناما څخه پوښتنه کړې: «ایا پوهیږی چې د طالبانو اکثریت پرېکړې د قبیلوي تعصب پر بنسټ کیږي؟»
ښاغلي صالح یوناما ته ویلي، چې افغانستان اوسمهال اساسي قانون، لوایح او مقررات نه لري.
نوموړي د ملګرو ملتونو دغې ادارې ته ویلي: «له مونږ سره اړیکه ونیسی چې تاسو ته ثبوت وړاندې کړو، چې دوه کسان په یوه قضیه کې یو په دوه کاله او بل یې په دولس کاله بند محکوم شوي دي.»
د زرغون بهیر مشر په تُنده لهجه یوناما ته په خطاب کې لیکلي: «د قومي او ډلییزو مجازاتو یادونه مو نه ده کړې، ولې له دې ستر ناورین څخه سترګې پټوی، ولې تاسو دا وحشیانه چلند د طالبانو له نظره د شریعت په اساس ګڼی.»
که څه هم امرالله صالح د یوناما د راپور لوستل د وخت ضایع کېدل بللی، خو همداراز یې بیا زیاته کړې ده، چې یوناما په سازمان شوي توګه هڅه کړې څو د افغانستان خونړۍ او څو بُعدي ناورین کوچنی وښيي.
د صالح په خبره، یوناما د افغانستان د خلکو ترمنځ خپل اخلاقي، مسلکي او حقوقي اعتبار له لاسه ورکړی دی.
د زرغون بهیر مشر د یوناما وروستي راپور ته په اشارې سره ویلي، چې په دې راپور کې پر یو شمېر مواردو سترګې پټې شوې دي، چې مونږ یې په دې راپور کې مهمې برخې را اخلو.
لومړی: افغانستان پلازمېنه نه لري، ځکه یو شمېر اسیرې کورنۍ د طالبانو په بندخونو کې د خپلو کورنیو د غړو د لیدو لپاره د یوې عادي عریضې لپاره کابل او کندهار ته تګ و راتګ کوي.
دویم: افغانستان اساسي قانون، لوایح او مقررات نه لري: «له مونږ سره اړیکه ونیسی چې ثبوت یې وړاندې کړو.»
دریم: طالبان هر څه په شریعت پورې تړي، د طالبانو د هرې ډلګۍ مشر په یوه وخت کې قاضي، څارنوال او پولیس دی په داسې حال کې چې خپله یې لوستی هم نه دی.څلورم: د قضا په شورا کې یو شیعه وګړی، یو کس چې د پاکستان لوستی نه وي او یا هم د حقوقو له پوهنځي څخه فارغ وي، نه شته.پنځم: د یوناما په راپور کې د ښځو د شخصي ژوند په برخه کې د طالبانو د محدودیتونو او غیر انساني چلند په اړه یادونه شوې، خو ښاغلي صالح پوښتنه کړې، چې ایا د هېواد نارینه عادي ژوند لري.؟د زرغون بهیر مشر امرالله صالح دغه څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې یوناما نن په خپل راپور کې ویلي، چې د طالبانو د امربالمعروف وزارت د بشري حقونو او د وګړو د اساسي ازادیو سرغړونکی وزارت دی.یوناما ټینګار کړی، چې دا وزارت د خپلو فرمانونو د پلې کولو لپاره له بېلابېلو لارو کار اخلي، چې په کې لفظي ګواښونه، نیول، بندي کول، ناوړه چلند او د خلکو په وړاندې کسان په دورو وهل شامل دي.دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو ویاند د دغې ډلې د امربالمعروف وزارت په اړه د یوناما د وروستي راپور په غبرګون د امربالمعروف د پروسیجر په اړه د دغې ادارې نیوکې بې ځایه وبللې.ذبیح الله مجاهد پر خپلې اېکس پاڼې لیکلي: «هغه احکام چې ددې وزارت له خوا توصیه کیږي، اسلامي معلوم او معروف احکام دي.»







ډېر لیدل شوي

منتقد دیني عالم: د طالبانو په زندان کې مې پښتورګي له کاره ولوېدل
۱

منتقد دیني عالم: د طالبانو په زندان کې مې پښتورګي له کاره ولوېدل

۲

پاکستان د اسیان سرمنشي ته: د افغانستان له خاورې د ترهګریزو بریدونو په اړه اندېښمن یو

۳

د پاکستان ادعا: په تېرو ۳ کلونو کې له افغانستان څخه وسله‌والو بریدونو ۴۷۰۰ پاکستانیان وژلي

۴
تازه خبر

جمال الدین حکمتیار: طالبانو په کندوز کې د حکمتیار د کورنۍ ۲۵ جریبه ځمکه غصب کړې ده

۵
ځانګړی راپور

د ایران او ترکیې په پوله د ۲۰ افغانانو جسدونه موندل شوي او لسګونه لادرکه دي