په امریکا کې د افغانستان پخوانی سفیر: افغان امنیتي ځواکونو د افغانستان لپاره قربانۍ ورکړي

د امریکا لپاره د افغانستان پخوانی سفیر سید طیب جواد وايي چې د افغان امنیتي ځواکونو په اړه د ناکامۍ نادرست روایت ایجاد شوی او افغان امنيتي ځواکونو د افغانستان لپاره قربانۍ ورکړي دي.
نوموړي زیاته کړه چې که څه هم خلیلزاد او جنرال میلر غوښتل چې په افغانستان کې وینه ودریږي خو د افغان امنیتي ځواکونو د ملاتړ ټول قراردادونه د امریکايي پوځ له خوا شوي وو چې د قراردادونو له ختمېدا سره د امکاناتو له کمښت سره مخ شول.
سید طیب جواد وویل چې ښايي د افغان امنیتي ځواکونو د مشرانو یو څه نیمګړتیاوې موجودې وې خو د افغان امنیتي ځواکونو قربانۍ د قدر وړ دي.
