د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وایي، چې (د غویي په ۲۵مه نېټه) ۹۵۴ تنه افغان کډوال د تورخم او سپین بولدک له لارو هېواد ته راستانه شوي دي.
د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د سه شنبې په ورځ د (غويي ۲۵مه) پر خپلې اېکس پاڼې لیکلي، چې تېره ورځ ۵۷۳ تنه افغان کډوال له پاکستانه په جبري توګه راستانه کړل شول.
له پاکستانه په جبري توګه د افغان کډوالو د اېستلو په دوام د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ویلي، چې تازه ۸۴ کورنۍ د سپین بولدک او توخم له لارو هېواد ته راستنې کړل شوې دي.
د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وایي، ۵۸۲ افغان کډوال (د غویي په ۲۰مه) د تورخم او سپین بولدک له لارو خپل هېواد ته ستانه کړل شول. د ننګرهار ولایت د تورخم سرحدي امریت د معلوماتو له مخې، ۶۷ کورنۍ چې ټولټال ۳۳۴ تنه کېږي؛ په جبري توګه له پاکستانه ستنې کړل شوې.
د طالبانو د کډوالو وزارت وايي، تېره ورځ له درې نیم زره ډېر افغان کډوال له دوو ګاونډیو هېوادونه راستانه کړل شول چې ۲۴ پکې بې سرپرسته ماشومان هم شامل دي.
د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وایي، چې له زرو زیات افغان کډوال (د غویي له ۱۶مې تر ۱۸مې) د تورخم او سپین بولدک له لارې له پاکستانه خپل هېواد ته راستانه کړل شول.
د کډوالۍ نړۍوال سازمان وایي، په پاکستان کې مېشت افغانان هېواد ته د جبري ستنېدو سره له ناڅرګند برخلیک سره مخامخ دي. دغه سازمان وایي، د ۲۰۲۳ کال د سپټمبر میاشتې راهیسې تر نیم مېلیون ډېر بې اسناده افغانان په جبري توګه افغانستان ته ستانه کړای شوي دي.
د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، په راستانه شویو افغان کډوالو کې د کورنیو تر څنګ ۲۱ بې سرپرته ماشومان هم شامل دي. دغه وزارت په اېکس پاڼه لیکلي چې، د (غوايي ۱۶مه) ۱۳۷۹ افغان کډوال د هرات د اسلام کلا له لارې هېواد ته راستانه شول.
د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، تېره ورځ له پاکستانه په جبري ډول ۸۷۲ افغان کډوال راستانه کړل شول. دغه کډوال د سپین بولدک او تورخم له لارو افغانستان ته اړول شوي.
د تهران د املاکو د اتحادیې منشي وویل چې د ایران د اسلامي جمهوریت د قانون له مخې "بې اسنادو" افغانان نه شي کولای کور واخلي او یا یې په کرایه ورکړي. سعید لطفي پر هغو افغانانو نیوکه کړې، چې د ایراني وګړو په نوم کور اخلي او په خپل منځ کې تړون لیکي.
د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت په اېکس پاڼه لیکلي، چې دوه زره او ۸۰۶ تنه افغان کډوال له ایرانه د (غویي په ۱۲مه) د اسلام کلا له لارې خپل هېواد ته راستانه شول.
د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت پر خپلې اېکس پاڼې لیکلي چې، د چهار شنبې په ورځ د (غويي ۱۲مه) ۸۳۸ تنه افغان کډوال په جبري توګه له پاکستانه راستانه کړل شول.
پاکستانۍ رسنۍ راپور ورکړی، چې د ۲۰۲۴ کال د اپرېل تر ۳۰مې له پاکستانه د ستنو شویو افغان کډوالو شمېر ۵۵۶زره او ۵۴۸ ته لوړ شو او د ستنېدو دغه لړۍ لاهم روانه ده.
خپل فلمونه او غږونه را ولېږئ