په شمال کې یو طالب قوماندان: د دې لپاره مو جهاد نه و کړی چې قوماندانان مو عیش او عشرت وکړي

AP ۱۴۰۳ غویی ۹

هغه غږیز پیغام چې افغانستان انټرنشنل ته رسېدلی، په سرپل ولایت کې د طالبانو یوه سیمه ییز قوماندان د دې ډلې مشران د خلکو د شتمنیو په لوټولو تورن کړل.
دغه طالب قوماندان ویلي؛ دوی جهاد د دې لپاره نه و کړی، چې د دغې ډلې قوماندانان د خلکو ځمکې غصب او جنګیالي پر ښځو جنسي تېري وکړي.

په دې غږیز پېغام کې چې یوه برخه یې افغانستان انټرنشنل ته رسېدلې، په شمال کې د طالبانو یوه سیمه ییز قوماندان د دې ډلې ځیني غړي "ظالم او فاسق" بللي دي.
د طالبانو دغه قوماندان پرته له دې چې د کوم کس نوم واخلي ټینګار کوي؛ د دې ډلې یو شمېر غړي چې په «جنسي تېري او غلاو» تورن وو، د بډو په بدل کې خوشې شوي دي.
نوموړی په دې غږیز پیغام کې وایي: «خلک حق لري چې وسله واخلي او د طالبانو پر وړاندې ودریږي.»
په دې غږیز فایل کې جبري کډوالۍ ته هم اشاره شوې او دغه طالب قوماندان ویلي، چې د جوزجان او بلخ ولایتونو اوسېدونکي د طالبانو د ظلمونو له امله اړ شوي، چې هېواد پرېږدي او ګاونډیو هېوادونو ته کډوال شي.
تر دې مخکې هم د طالبانو له خوا پر ښځو د جنسي تېري او د دې ډلې له خوا د خلکو د ځمکو د غصب په اړه راپورونه خپاره شوي دي.
په تېرو دوه نیمو کلونو کې یو شمېر پخوانیو حکومتي چارواکو د طالبانو په ادارو کې پر فساد نیوکې کړي او ادعا یې کړې ده، چې دغې ډلې د دوی شتمني غصب کړې ده.
تر دې مخکې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ددغې ډلې له چارواکو غوښتي وو، چې خپلې شتمنۍ ثبت او خپرې کړي.
خو د دې ډلې د هیڅ یوه غړي د شتمنیو فورمې د ادارې په رسمي وېبپاڼه کې ثبت او خپرې شوې نه دي.

نور خبرونه

رادیو

ستاسو د غږ لپاره کور

خپل فلمونه او غږونه را ولېږئ