ذبیح الله مجاهد: د بشري مرستو په وېش کې طالبان لاسوهنه نه کوي، بلکې څارنه کوي

AP ۱۴۰۳ غویی ۱۰

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د دغې ډلې د ادارو له خوا د بشري مرستو د وېش په بهیر کې د لاسوهنې ادعا ناسمه بولي.

نوموړي د طالبانو تر واک لاندې ملي ټلویزیون سره په خبرو کې ویلي، چې د نړۍوالو له خوا د بشري مرستو د وېش په بهیر کې طالبان لاسوهنه نه کوي؛ بلکې د اقتصاد وزارت پرې څارنه کوي.

ښاغلي مجاهد د ملګرو ملتونو د ماشومانو د وجهي صندوق یا یونېسف د وروستي راپور په غبرګون وویل، چې بشري مرستې د نړۍوالو مرستندویه بنسټونو په واک کې دي او دغه ډله یې یوازې د وېش له بهیر څخه څارنه کوي.
تر دې مخکې د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق په یوه راپور کې ویلي وو، چې د بشري مرستو په چارو کې لاسوهنه یو له هغو مهمو عواملو څخه دی، چې د دوی د کارونو د بهیر د پڅ کېدو لامل شوی دی.
پر یونېسف سربېره د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړي څارونکي هم تر دې وړاندې د امریکا کانګرس ته په استماعیه غونډه کې ویلي وو، چې د نړۍوالو بشري مرستو اصلي برخه د طالبانو له‌ خوا تالا کېږي.
جان ساپکو خبرداری ورکړی و، چې د امریکا او نړۍوالې ټولنې مرستې د ترهګرو په روزلو لګول کېږي او که مخه یې و نه نیول شي؛ نو کېدی شي نورې ستونزې هم را ولاړې کړي.
د ویلو ده، چې تر دې وړاندې یو شمېر افغانانو هم نیوکې کړې وې او ویلي یې وو؛ کومې پیسې چې هره اونۍ د بشري مرستو په نامه افغانستان ته لېږل کېږي، زیاته برخه یې طالبانو ته رسېږي.
مجاهد بیا په دغه مرکه کې ویلي: «هغه بشري مرستې چې ترسره کیږي، د نړۍوالو ادارو په واک کې دي او د اقتصاد وزارت یوازې عمومي څارنه کوي، ترڅو بې عدالتي ونه شي».
که څه طالبان د نړۍوالو ادارو په کارونو کې لاوسوهنې ردوي؛ خو یونېسف په خپل راپور کې ویلي، چې د روان کال په مارچ میاشت کې په بشري پروګرامونو کې د ښځو د ونډې او د هغوی د محدودولو په تړاو ۱۷ پېښې ثبت شوې وې.
د ملګرو ملتونو د ماشومانو صندوق مسوولانو ویلي دي، چې په ۲۰۲۴ کال کې په افغانستان کې د ۱۲،۳ میلیونه ماشومانو په ګډون ۲۳،۷ میلیونه وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري.
د افغانستان دغو اړتیاوو ته په کتو سره د بشري مرستو په چارو کې د طالبانو لاسوهنه د اندېښنې وړ ده.

نور خبرونه

رادیو

ستاسو د غږ لپاره کور

خپل فلمونه او غږونه را ولېږئ