حنفي: په ادارو کې باید کاغذي سیستم له منځه ولاړ او برېښنایي سیستم یې ځای ونیسي

د طالبانو د ریاست‌الوزرا اداري مرستیال د پروسو اسانه کولو او هوکړه لیکونو په تړاو خبري ناسته کې ویلي، چې په دولتي ادارو کې باید کاغذي سیستم له منځه ولاړ او برېښنايي سیستم دود شي. عدالسلام حنفي زیاته کړې ده، چې په ټولو دولتي ادارو کې به د برېښنایي سیستم سره پېچلې چارې اسانه شي.

د نوموړي په خبره، په هېواد کې د برېښنایي حکومتولۍ د ودې لپاره هڅې روانې دي.
ښاغلي حنفي دغه راز وایي: «په ادارو کې د وخت نیونکو او پېچلو پروسو له امله خلک له ستونزو سره مخ دي او دغه مغلقې پروسې باید ساده او خلکو ته چټک او غوره خدمتونه وړاندې شي.»
له دې سره، د طالبانو د پوهنې وزارت سرپرست سید حبیب‌الله اغا هم په یاده ناسته کې د وینا پر مهال وویل، چې دغه ډله باید د غوره خدمتونو د وړاندې کولو په موخه د پېچلو دولتي پروسو ساده کولو، د لازمو کاري اسانتیاوو رامنځته کولو او د پروسو روڼتیا ته لومړیتوب ورکړي.
د پروسو د اسانه کولو او هوکړه ‌لیکونو په تړاو خبري ناسته کې چې د چارو ادارې لوی رییس نورالحق انور هم برخه اخیستې وه وایي، چې په ټولو کاري برخو کې د دولتي پروسو ساده کول او د روڼتیا رامنځته کول به د دولت او ملت لپاره اسانتیاوې رامنځته کړي.
په دغه غونډه کې د طالبانو د عامې روغتیا، پوهنې، کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارتونو، کابل ښاروالۍ او د افغانستان برېښنا شرکت مسولینو هم خلکو ته د ښو خدمتونو وړاندې کولو، په اداري چارو کې د شفافیت ټینګښت، د ولس او نظام ترمنځ د واټن کمولو لپاره د پېچلو کاري پروسو ساده کول یوه اړینه چاره وبلله.
که څه په تېر نظام کې د حکومتولۍ ډېرې چارې برېښنایي شوې وې، خو دغه پروسه د جمهوریت له سقوط سره نیمګړې پاتې شوه.
پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ وروسته اندېښنه او پوښتنه دا ده، چې ددغې ډلې ډېری لوړپوړي چارواکي او ماموران چې د شل کلنو جګړو له امله یوازې له مدرسو فارغ دي او له ډیجیټلي سیستم سره نااشنا دي، څنګه کولی شي برېښنایي حکومتولي رامنځته کړي.