طالبانو په کابل کې یو تورن ۳۵ دورې وواهه
د طالبانو ستره محکمه وایي، نن یې یو کس په کابل کې د «لواطت» په تور ۳۵ دورو وهلی دی. دغې محکمې نن د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې دغه تورن کس د کابل ښار د ابتدایي محکمې له خوا په یو نیم کال تنفیذی بند او ۳۵دورو تعزیري سزا محکوم شوی و.
د طالبانو سترې محکمې د تورن کس د هویت په اړه څه نه دي ویلي.
دا په روانه اونۍ کې دویم کس دی، چې د طالبانو له خوا په کابل کې د لواطت په تور په دورو وهل کیږي.
دغې ډلې نن په کندهار او پرون په پکتیکا ولایتونو کې هم دوه کسان د غلا په تور په دورو وهلي دي.
طالبان نږدې هره اوونۍ یو شمېر افغانان د بېلابېلو جرمونو په تړاو په عام محضر کې په سزا رسوي.
که څه هم د طالبانو دا چلند د بشري حقونو د مدافعانو او نړۍوالې ټولنې له پراخو غبرګونونو سره مخ ده، خو دغه ډله ادعا کوي چې د هر تورن کس پروړاندې شرعي قوانین پلې کوي.