په افغانستان کې د لومړۍ اساسي نظامنامې په تصویب د پاچا واک محدود او خلکو ته حقونه ورکړل شول. د ۱۳۸۲ کال اساسي قانون خلک د واک خاوندان او ښاروندان وپېژندل، خو د طالبانو په واکمنۍ کې ټول واک له امیر سره دی او خلک رعیت ګڼل کېږي.