د افغانستان د سیاسي راتلونکي په اړه د طالبانو د سیاسي او مدني مخالفینو درېیم پړاو خبرې په مادرید کې پیل شوې دي. رینا امیري وايي، افغان ښځې باید په راتلونکي سیاسي بهیر کې د مشرتابه رول ولري. بلخوا، فرانسې د ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو تګلارې جنسیتي اپارتاید بللی دی.