د ښځو د زده کړو مخالفت د افغانې ټولنې د تاریخ یوازینی روایت نه دی. د افغانستان له سیاسي اصلاحاتو نیولې، د پښتنو تر ټولنیزو مبارزو پورې، داسې بېلګې شته چې ښځو ته د زده کړو او ټولنیز ژوند د حق غوښتنه پکې شوې ده.د شاه امان، ملکې ثریا او باچا خان هڅې د همدې تاریخي واقعیت څرګند مثالونه دي.
زلمی آشنا پرې رپوټ لري.