د راشد خان تاریخي ریکارډ ته غبرګونونه
د راشد خان د دوه سوه وېکټو تاریخي ریکارډ په ټولنیزو رسنیو کې د مبارکۍ او ستاینې ترڅنګ نیوکې هم راپارولې دي. ځینو دا د افغانستان لپاره ویاړ بللی، خو نورو د هغه پر ځینو دریځونو نیوکې کړې دي. رضا صاحبزاده دغو غبرګونونو ته کتنه کړې ده.