د بدخشان د زیباک ولسوالۍ کې سختې نښتې شوې دي. د ازادۍ جبهه ادعا کوي چې ۲۱ طالب جنګیالي یې وژلي. طالبان نښتې مني، خو وایي د مخالفو وسلوالو پنځه کسان وژل شوي او د خپلو تلفاتو په اړه څه نه وایي. دغو نښتو په ټولنیزو رسنیو کې پراخ غبرګونونه راپارولي.
رضا صاحبزاده ورته کتنه کړې.