• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په شمالي وزیرستان کې پر یوه موټر بمي چاودنې ۲۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

۱۶ وږی ۱۴۰۲ - ۷ سپتمبر ۲۰۲۳، ۰۵:۴۰ GMT+۱

تېره ورځ په شمالي وزیرستان کې پر یو موټر د بمي چاودنې له امله ۲۶ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې. په سیمه کې پولیس چارواکي وایي، چې پرون د شوال په سیمه کې پر یو موټر د سړک غاړې یو ماین چاودلی چې له امله یې یو تن مړ او ۲۵ تنه نور ژوبلیدلي دي.

د پېښې ټول قربانیان کارګر مزدوران وو، چې سیمې ته د ځڼغوزو د راټولولو لپاره روان وو.

په پېښه کې د ټپیانو درملنه روانه ده او روغتیایي حالت یې هم د ‌‌‌‌‌‌ډا‌‌‌‌‌‌ډ وړ ښودل شوی.

تر دې وړاندې د اګست په ۱۹مه نېټه هم شوال ګل میر کوټ سیمه کې د کارګرو مزدورانو یو موټر په بم الوتی و، چې له امله یې یوولس تنه کارګران وژل شوي او دوه تنه نور یې ټپیان شوي وو.

دوه ورځې وړاندې هم د سېپتمبر په پنځمه د شمالي وزیرستان ګړیوم کلي کې پر یو کور د یو توغندي د لګېدو له کبله د کور یوه مېرمن او د هغې څلور بچيان وژل شوي وو او دوه تنه نور ماشومان هم ژوبل شوي وو.

شمالي وزیرستان په دې وروستیو کې یو ځلې بیا د وسله‌والو او هدفي بریدونو شاهد دی او تر څنګ یې د پاکستاني پوځیانو او وسله‌والو ‌‌‌‌‌‌ډلو تر منځ هم نښتو زور اخیستی.

روان کال په شمالي وزیرستان کې ۳۶ هدفي بریدونه شوي، چې تر ۴۰ زیات مشران، مخه ور ځوانان، دولتي چارواکي، سیاسي او مدني فغالان په کې یا وژل شوي او یا هم ژوبل شوي دي.

ډېر لیدل شوي

نرګس نهان: له طالبانو سره تعامل باید د ښځو د حقونو له ښه کېدو سره مشروط وي
۱

نرګس نهان: له طالبانو سره تعامل باید د ښځو د حقونو له ښه کېدو سره مشروط وي

۲

د شانګهای همکاریو سازمان: په افغانستان کې ټول‌شموله حکومت د تلپاتې سولې یوازینۍ لار ده

۳

راپور؛ په افغانستان کې ۱۹.۲ مېلیونه کسان د خوارځواکۍ او لوږې له جدي ګواښ سره مخ دي

۴

منظور احمد پشتین: ترهګرې ډلې د پاکستان پوځ او استخباراتي ادارو جوړې کړې او روزلې دي

۵

محمد نبي عمري د طالبانو د پوستو ستاینه کوي؛ خو عام وګړي یې له ناوړه چلند شکایت لري