• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبان وايي، د ازبکستان د تېلو ۸۰ ټانکرونه یې بېرته ګرځولي دي

۱۷ وږی ۱۴۰۲ - ۸ سپتمبر ۲۰۲۳، ۰۹:۰۴ GMT+۱تازه شوی: ۱۷ وږی ۱۴۰۲ - ۸ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۱:۵۹ GMT+۱

په حیرتان بندر کې د طالبانو د تېلو او ګازو د ادارې مرستيال محمد ناصر وايي، په تېرو څلورو مياشتو کې يې له ازبکستانه د "ټيټ کيفيت" ٨٠ ټانکرونه بېرته دغه هېواد ته لېږدولي دي. ازبکستان تر دې وړاندې افغانستان ته د ټیټ کیفیت تېلو لېږد رد کړی و.

خو محمد ناصر د پنجشنبې په ورځ د طالبانو تر کنټرول لاندې د باختر خبري اژانس ته وويل، چې د حیرتانو د بندر د تېلو او ګازو د رياست له‌خوا د يوې ډلې له څېړنې وروسته په ډاګه شوه، چې د ازبکستان په لېږل شویو ټانکرونو کې بې کیفیته تېل او ګاز وو.

د ازبکستان د تېلو او ګازو ملي شرکت د دوشنبې په ورځ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې افغانستان ته استول شوي تېل له اروپايي معیارونو سره سم دي؛ خو د طالبانو په اداره کې دا معیار نشته.

د ازبکستان د تېلو او ګازو ملي شرکت ټینګار کړی، چې د دغه هېواد تولیدات له نړۍوالو معیارونو سره برابر دي.

په ورته وخت کې د حیرتانو په بندر کې د طالبانو د تېلو او ګازو د ادارې مرستیال ویلي، چې په تېرو څلورو میاشتو کې ۷۳۰۸ د تېلو ټانکرونه افغانستان ته دننه شوي دي.

ډېر لیدل شوي

د امریکا استازي افغانستان کې د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې پر دوام ټینګار وکړ
۱

د امریکا استازي افغانستان کې د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې پر دوام ټینګار وکړ

۲

سي‌ای‌اې: ملا عمر هغه طالب قومندان اعدام کړی و چې افغانستان کې د اسامه له حضور سره مخالف و

۳

د شل کلنې جګړې پنځه کاله وروسته؛ د قربانیو او پایلو پوښتنه لا هم بې‌ځوابه

۴

محيي‌الدین مهدي: پښتانه باید د افغانستان له نورو قومونو بښنه وغواړي

۵

پخوانی اروپایي ډېپلوماټ: طالبان اوس تر القـاعدې ډېر لوی ګواښ دی