بریتانوي پولیسو له زندان تښتېدلی «شکمن ترهګر» ونیو

AP ۱۴۰۲ وږی ۱۸

د بریتانیا پولیسو د دغه هېواد یو پخوانی پوځي چې په «ترهګریزو چارو» تورن دی له زندان تر تښتېدلو وروسته نن بیا په لندن کې ونیو.

۲۱ کلن دانیل عابد خلیف، تېره چارشنبه د زندان له پخلنځي نه په وتلو سره د غلو د ګاډي لاندنۍ برخه پسې ونښت او وتښتېد.

خو د بریتانیا پولیسو د شنبې په ورځ یوه بیان کې ویلي: «نن هغه د لندن لوېدیځ ته په چیسویک سیمه کې له غرمې مخکې نږدې یوولس بجې ونیول شو او اوس په بند کې دی.»

بریتانوي پولیسو د نوموړي د موندلو لپاره په لندن کې د هغه انځورونه هم لګولي وو.

د بریتانیا لومړي وزیر رشي سونک، په نوي ډېلي کې د جي شل سرمشریزې په اوږدو کې له خبریالانو سره په خبرو کې، د دانیل خلیف د بیا موندلو له امله له پولیسو او خلکو مننه وکړه.

ښاغلی خلیف تېره مۍ میاشت کې له بریتانوي پوځ واېستل شو او د ترهګرۍ او رسمي رازونو قانون اړوند جرایمو په تور تر محاکمې مخکې په زندان کې ساتل کېده.

پر نوموړي تور دی چې پر ۲۰۲۱ کال یې منځني لندن کې د دندې پر مهال د داسې معلوماتو د برابرولو یا رسولو هڅه کړې، چې د ترهګریز عمل پلانوونکي کس ته ګټور و او هم یې درې کنسرو بوتلونو ته د لین په تېرولو د بم جوړولو هڅه کړې ده.

د راپورونو له مخې پر نوموړي دا تور هم دی چې «ایران ته یې استخباراتي مالومات ټولول او هم یې داسې مالومات برابرول چې دوښمن ته یې ګټه رسوله.»

په پارلمان کې اپوزیسیون د دې پوښتنې ځواب هم غواړي چې ولې له یوه خوندي زندان د عابد خلیف په څېر کس وتښتي.

د عابد خلیف د نیولو لپاره امنیي تدابیر د بریتانیا د ګاډو اډو او هوايي ډګرونو ته د مساپرو تګ هم ځنډولی و.

نور خبرونه

رادیو