په مراکش کې د زلزلې له امله ۶۲۳ کسان مړه او ۳۲۹ ټپي شول

AP ۱۴۰۲ وږی ۱۸

د مراکش کورنیو چارو وزارت وایي، په دغه هېواد کې د بېګنۍ زلزلې له امله ۶۲۳ کسان مړه او تر ۳۲۹ ټپیان شوي دي.
په اطلس غرونو کې د ۷.۲ درجې زلزله له ۲۰۰۴ کال راهیسې د مراکش تر ټولو سخته زلزله بلل شوې ده. په هغه زلزله کې تر ۶۰۰ کسان مړه شوي وو.

دې زلزلې د مراکش مختلفو ښارونو کې ډېر کورونه هم وران کړي دي.

په زلزله کې د مراکش د لرغوني ښار په مرکز کې د جماع الفنا چوک د یوه جومات منار هم نړېدلی دی، چې یونسکو په نړیوالو میراثونو کې ثبت کړی و.
یوه سیمه‌ییز چارواکي ویلي، چې د مرګژوبلې ډېری پېښې په غرنیو سیمو کې دي، چې هغوی ته لاسرسی ستوتزمن هم دی.
رویټرز د سیمې اوسېدونکو له خولې لیکلي، چې په مرکز کې یوشمېر زاړه کورونه د زلزلې له امله نړېدلي او ځینو خلکو د بلې زلزلې له ویرې خپل کورونه پرېښي دي.
د مراکش حکومتي رسنۍ د دغه هېواد د کورنیو چارو وزارت په حواله وايی، د مرګ ژوبلې دا شمېره لومړنۍ ده او ښايي ډېره شي.

نور خبرونه

رادیو