د جي شل سرمشریزه په نوي ‌‌‌‌‌‌ډیلي کې پیل شوه

AP ۱۴۰۲ وږی ۱۸

د جي شل سرمشریزه د شنبې په ورځ د (وږي په ۱۸مه) په نوي ‌‌‌‌‌‌ډیلي کې پرانېستل شوه.

د هند لومړي وزیر نرېندرا مودي د لومړي ویناوال په توګه سرمشریزه پرانیستله.

ښاغلي مودي د هېوادونو له مشرانو وغوښتل، چې د خپلو مسوولیتونو په پام کې نېولو سره باید « انسان محوره» تګلارې غوره کړې دي.

نرېندرا مودي د کویډ ۱۹ ننگونو ته په اشارې وویل، چې نړۍ د دغې وبا وروسته د «نړۍوال باور» له کموالي سره مخ شوه.

د هند لومړي وزیر وویل، هېواد یې له نړۍوالو غواړي چې «نړۍوال باور له کمښت» څخه د «نړۍوال باور» پر لورې حرکت وکړي.

نرېندرا مودي د جي شل مشرانو ته په خبرو کې وویل: «موږ باید د ترهګرۍ، اقلیمي بدلونونو، سوداګریزې پراختیا او سایبري امنیت لپاره د ځانګړو حل لارو په لټه کې واوسو.»

د نوولسو هېوادونو او اروپایي ټولنې مشران په نوي ‌‌‌‌‌‌ډيلي کې راغونډ شوي، چې د مهمو نړۍوالو موضوعګانو په اړه سره وغږېږي.

دغه سرمشریزه نن پيل شوه او سبا ته د سېپټمبر په نهمه به هم روانه وي.

د نوي ‌‌‌‌‌‌ډيلي چارواکو په ښار کې امنیتي ګامونه اخیستي، د ترافیکو په تګ راتک بندیز لګول شوی او پر دغه ښار کې د پلټنو پوستې هم زیاتې شوې دي.

نور خبرونه

رادیو