• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبانو د ولسمشرۍ ماڼۍ یو پخوانی ساتونکی نیولی

۱۹ وږی ۱۴۰۲ - ۱۰ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۷:۲۵ GMT+۱

یوې باوري سرچینې افغانستان انټرنشنل ته تایید کړې، چې طالبانو د یکشنبې په ورځ (د وږي ۱۹مه) په پروان ولایت کې د ولسمشرۍ ماڼۍ پخوانی ساتونکی محمد حمزه مجددي نیولی دی.

نوموړی د ولسمشر غني د واکمنۍ پر مهال د ولسمشرۍ ماڼۍ د (پي پي ایس) غړی و او د جمهوریت تر وروستۍ ورځې یې دنده سرته رسوله.

طالبانو تر اوسه د دغه پخواني سرتيري د نيولو په اړه څه نه دي ويلي.

دغو سرچینو ویلي، چې ښاغلی مجدي د پروان ولایت د خواجه سیاران په کلي کې نیول شوی دی.

نوموړی د عبدالطیف مجددي زوی دی، چې په تېر جمهوري حکومت کې د پروان د ملي امنیت ریاست د تحقیقاتو مرستیال و.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ماموریت (یوناما) شاوخوا یوه میاشت وړاندې په یوه راپور کې لیکلي وو، چې طالبانو په کابل او پنجشیر کې د پخوانیو پوځیانو نیولو ته دوام ورکړی.

یوناما ویلي، طالبانو په بېلابېلو ولایتونو کې د تېر حکومت مامورین او سرتېري نیولي، شکنجه کړي او وژلي دي.

له دې وړاندې هم د پي پي ایس څو سرتېري په انفرادي بڼه نیول شوي او ځینې یې لا هم بندیان دي.

ترویج لرونکی

ولې مو وېښته توییږي او څنګه یې مخه ونیسو؟
۱
روغتیا او ژوند

ولې مو وېښته توییږي او څنګه یې مخه ونیسو؟

۲
ځانګړی

د طالبانو د مخابراتو وزیر په کابل کې د نوري فایبر د غځولو چارې تر امر ثاني پورې وځنډولې

۳
روغتیا او ژوند

طالبان وایي د دوی د واکمنۍ پرمهال د خوارځواکۍ د درملنې مرکزونه زیات شوي دي

۴

د پاکستان دفاع وزیر: پاکستان به له طالبانو سره هم د هند په څېر چلند وکړي

۵
څېړنیز راپور

سخت دریځي سني پاله طالبان ولې له ایراني شیعه رژیم سره ملګرتیا پالي؟

•
•
•

نور کیسې

دوه افغان ځوانان اذربایجان ته د بې قانونه ننوتلو په تور ونیول شول

۱۹ وږی ۱۴۰۲ - ۱۰ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۷:۰۲ GMT+۱

د اذربایجان رسنۍ وایي، دغه هېواد ته دوه افغان ځوانان د بې قانونه ننوتلو په تور د دوی د پوله ساتو ځواکونو له خوا ونیول شول. د راپورونو له مخې دا دوه افغانان د ایران له لارې اذربایجان ته ننوتلي وو.

له دې دوو ځوانانو په ترلاسه شویو مالوماتو کې راغلي، چې یو پر ۱۹۹۷ او دویم پر ۲۰۰۳ کال زېږدلی دی.

په راپور کې دا هم ویل شوي چې دې ځوانانو غوښتل د اذربایجان له لارې اروپايي هېوادونو ته ځان ورسوي.

دواړو ځوانانو ته جنايي دوسیه جوړه شوې ده.

پر افغانستان د طالبانو واکمنېدو پسې ډېر خلک ایران او پاکستان ته کډوال او یا هم د دوی له لارې نورو هېوادونو ته د تلو هڅه کوي.

د پاکستان پوځ: په چترال کې مو ۱۳ مخالفو وسلوالو ته مرګ ژوبله اړولې

۱۹ وږی ۱۴۰۲ - ۱۰ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۷:۰۰ GMT+۱

د پاکستان پوځ په یوه نوي بیان کې ویلي، چې په چترال کې یې له مخالفو وسلوالو سره په نښته کې شپږ وسلوال وژلي او اوه نور ټپیان دي.

دغه بیان چې نن یکشنبه (د وږي ۱۹مه) خپور شوی؛ پکې راغلي چې د چترال په ارسون کې د پاکستاني پوځیانو او وسلوالو مخالفینو تر منځ مخامخ څو ساعته جګړه شوې، چې شپږ وسلوال یې وژلي او اوه نور یې ټپیان کړي دي.

دوی وايي، چې سیمه ټوله د پاکستاني پوځ په کنټرول کې ده او یو شمېر وسلوال له سیمې تښتېدلي دي.

د یوه بل خبر له مخې؛ پاکستاني پوځ په چترال کې د ټي ټي پي پر مرکزونو هوايي بریدونه هم کړي دي، خو تر اوسه د مرګ ژوبلې کره شمېره نه ده معلومه.

فري نیوز بیا د یو شمېر ځايي سرچینو په حواله لیکلي، چې د پاکستاني پوځ په هوايي بریدونو کې یو شمېر ځايي خلک وژل شوي دي.

خبر زیاتوي، چې هوايي بریدونه د ځايي خلکو پر کورونو شوي او هېڅ وسلوال ته پکې مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

د پاکستان پوځ ویلي، چې د ټي ټي پي‎ ګڼ وسلوال د افغانستان له نورستان او کونړ ولایتونو څخه چترال ته اوښتي وو او هلته یې پر پوستو بریدونه کړي، چې تر هغې وروسته نښته پیل شوه.

د یادې مرګ ژوبلې او هوايي بریدونو په اړه تحریک طالبان پاکستان تر اوسه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) د تېرې جمعې په ورځ له پاکستاني امنیتي ځواکونو سره له جګړې وروسته اعلان وکړ، چې ۱۲ پاکستاني سرتېري یې وژلي او ۹۰ تنه یې نیولي دي.

خو د پاکستان پوځ بیا د څلورو سرتېرو د مرګ خبر تایید کړی دی.

د ملالې یوسفزۍ مور او پلار د تمنا پریاني د ملاتړ لپاره جرمني ته تللي

۱۹ وږی ۱۴۰۲ - ۱۰ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۶:۲۷ GMT+۱

د نوبل د سولې د جاېزې ګټونکې ملالې یوسفزۍ مور او پلار د یکشنبې په ورځ د جرمني په کولن ښار کې د هغو فعالانو چې د نه خوړو اعتصاب یې کړی د ملاتړ لپاره دغه ښار ته تللي دي.

د زده کړو او بشري حقونو فعال ضیاالدین یوسفزي له نړۍوالې ټولنې وغوښتل، چې افغانستان د یوه داسې هېواد په توګه په رسمیت وپېژني چې جنسیتي تبعیض پکې موجود دی.

ښاغلي یوسفزي پر خپلې اېکس (ټویټر) پاڼې "په افغانستان کې د جنسیتي توپیر مخه ونیسئ" او "افغان نجونو ته اجازه ورکړئ چې زده کړې وکړي" دوه هشټګونه کارولي دي.

د مېرمنو د حقونو فعالې تمنا زریاب پریانۍ د سپټمبر له لومړۍ نېټې راهیسې د طالبانو تر کنټرول لاندې افغانستان کې د جنسیتي توپیر په رسمیت پېژندلو لپاره د نه خوړو اعتصاب کړی دی.

نوموړې پر ملګرو ملتونو او د جرمني پر حکومت غږ کړی، چې په افغانستان کې دې جنسیتي تبعیض په رسمیت وپېژني.

په دې اعتصاب کې د افغانستان او ايران د بشري حقونو يو شمېر فعالان له مېرمن پريانۍ سره ملتيا کوي.

تر دې دمه د المان دوسلدورف ایالت د پارلمان مرستیال په کولن کې له دغو اعتصاب کوونکو مېرمنو سره کتلي دي.

هغه د افغان ښځینه فعالانو د اعتراضیه خیمې څخه په لیدنه کې د تمنا زریاب پریانۍ د نه خوړلو د اعتصاب د پای ته رسولو غوښتنه وکړه او هغې ته یې د جرمني په پارلمان کې د وینا کولو بلنه ورکړه.

اغلې پریاني هم افغانستان انټرنشنل ته تایید کړې، چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنېټ هم ورسره ټیلفوني خبرې کړې دي.

همدارنګه د المان د پارلمان غړې شاهینه ګامبیر چې افغان الاصله جرمنۍ سیاستواله ده، په کولن کې د پریاني د نه خوړلو اعتصاب “د غښتلي اعتراض وسیله” وبلله.

نوموړې وویل، چې د اعتراض په ډول د نه خوړلو اعتصاب تر ټولو سخته لار ده او له دې معلومیږي، چې په افغانستان کې د مېرمنو وضعیت څومره کړکېچن دی.

ځايي سرچېنې: طالبانو په لغمان کې ۱۱ تنه پخواني نظامیان زنداني کړي دي

۱۹ وږی ۱۴۰۲ - ۱۰ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۶:۰۹ GMT+۱

ځايي سرچېنو افغانستان انټرنشنل ته وویل، طالبانو د لغمان په دولت شاه ولسوالۍ کې ۱۱ پخواني نظامیان زنداني کړي دي. سرچېنې وايي، دغو پخوانيو نظامیانو عادي ژوند کاوه، خو تېره اونۍ د دولت شاه ولسوالۍ پر ودانۍ ازادۍ جبهې له برید وروسته ونیول شول.

د لغمان په دولت شاه ولسوالۍ کې یو شمیر ځايي اوسیدونکو د یکشنبې د - سنبلې ۱۹ مه - افغانستان انټرنشنل ته وویل چې د ځو ورځو راهسې طالبانو د پخوانيو افغان نظامیانو د کورنو د پلټولو بهیر پیل کړی دی.

دوي زیاتوي طالبانو د دولت شاه ولسوالۍ اړوند په ګران، بالادې، ګډیاله او نویا کلیو کې ګڼ شمیر پخواني نظامیان نیولي دي.

دغو نظامیانو د تېر حکومت پرمهال په بېلابیلو امنیتي ادارو کې کار کاوه خو واک ته د طالبانو رسېدو سره یې خپل عادي ژوند ته مخه کړې وه.

راپورونه وايي طالبانو نیول شوي پخواني نظامیان له دولت شاه ولسوالۍ څخه د ولایت مرکز ته انتقال کړي.

افغانستان انټرنشنل ته داسې راپورونه رسېدلي،چې طالبانو د کورونو د پلټولو پرمهال یو شمیر پخوانیو نظامیانو کورنیو ته ګواښ کړی،چې خپل بچیان دې له بهر هیوادونو څخه را وغواړي او دوی ته دې تسلیم کړي.

راپورونه زیاتوي له څو ورځو راهسې طالبان د نیول شوو نظامیانو کورنیو ته اجازه نه ورکوي چې له خپلو زندانیانو سره وګوري.

د پخوانیو نظامیانو د نیولو دا سلسله هغه وخت شروع شه چې تېره اوونۍ د ازادۍ جبهې اعلان وکړ، چې د لغمان په دولت شاه ولسوالۍ کې یې د ولسوال پر دفتر برید کړی او طالبانو ته یې پکې مرګ ژوبله اړولې ده.

له بریده یوه ورځ وروسته ځايي سرچېنو افغانستان انټرنشنل ته وویل چې د ازادۍ جبهې د برید په غبرګون کې طالبانو په دولت شاه ولسوالۍ کې عملیات پیل کړي.

خو د طالبانو د لغمان امنیه قومندانۍ د یوې خپریاڼې خپرولو سره وویل چې یو شمیر امنیتي مسوولینو له دولت شاه ولسوالۍ څخه لیدنه وکړه او ځايي امنیتی مسوولینو ته یې د امنیت تامین په برخه کې لارښونې وکړې.

اوچا: د مرستو د کمېدو له امله به ۱۷۳ روغتیايي مرکزونه وتړل شي

۱۹ وږی ۱۴۰۲ - ۱۰ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۵:۳۳ GMT+۱

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر وايي، چې له افغانستان سره د بشري مرستو د کمېدو له امله به د یو شمېر بېړني او ګرځنده روغتیايي مرکزونو د بندېدو سربېره د خواځواکۍ پر وړاندې مبارزه هم سخته شي.

اوچا نن یکشنبه(د وږي ۱۹مه) پر خپلې اېکس (ټویټر) پاڼه لیکلي، چې ۳۶،۶ زره له پنځو کلونو کم عمره ماشومان د غذايي اساسي موادو له بستو بې برخې شوي دي.

د بشري مرستو د همغږۍ دغه نړۍواله اداره زیاتوي، چې د بودیجې د کمښت له امله شاوخوا ۱۰۰ زره کسان له لومړیو روغتیايي خدمتونو بې‌برخې شوې دي.

دوی وايي، چې په افغانستان کې د بودېجې د کمښت له امله د بېړنیو روغتیايي مرستو ۱۷۳ مرکزونه د تړل‌کېدو په حال کې دي.

اوچا په خپله دغه تازه راپور کې لیکي، چې په ۹۴۴۰۰۰ تر پنځو کلونو کم عمره ماشومانو کې ۱،۸ میلیونه په عادي خوارځواکۍ او ۵۲۱ زره ۹۳۴ ماشومان په شدیده خوارځواکۍ اخته او روغتیايي خدماتو ته لاسرسی نه لري.

د یادونې وړ ده، چې اوچا په خپل تېر راپور کې ویلي وو؛ که چېرې له افغانستان سره د بشري مرستو کمښت دوام وکړي نو لرې نه ده چې په افغانستان کې یو لوی بشري ناورین رامنځته شي.