• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د پاکستان د بهرنیو چارو لنډمهالي وزیر له طالبانو وغوښتل چې «ټي ټي پي» دې وځپي

۱۹ وږی ۱۴۰۲ - ۱۰ سپتمبر ۲۰۲۳، ۰۶:۴۷ GMT+۱تازه شوی: ۱۹ وږی ۱۴۰۲ - ۱۰ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۴:۳۶ GMT+۱

د پاکستان د بهرنیو چارو لنډمهالی وزیر وايي، طالبان د دې مسوول دي چې په پاکستان کې د افغانستان له خاورې څخه د پاکستاني طالبانو د بریدونو مخنیوی وکړي. هغه ويلي اسلام اباد تمه لري چې طالبان به په افغانستان کې یاغي ډلې وځپي.

جلیل عباس جیلاني د شنبې ورځ په یوه خبري غونډه کې وویل، اسلام اباد تمه لري چې طالبان به د پاکستاني طالبانو غورځنګ په ګډون ټولې یاغي ډلې وځپي.

د چهارشنبې په ورځ (د وږي په ۱۵ مه)، د پاکستاني طالبانو غورځنګ اعلان وکړ چې د خیبر پښتونخوا ایالت په چترال سیمه کې یې د پوځ دوه پوستې نیولې او د پوځ نهه سرتېري یې وژلي دي.

له دې پېښې وروسته د پاکستان پوځ وویل چې په دغه جګړه کې ښکېل وسلوال د افغانستان د نورستان او کونړ ولایتونو له نږدې سیمو را اوښتي و.

له هغه وروسته د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په اسلام اباد کې د افغانستان په سفارت کې د طالبانو استازی ور وغوښت، د چترال او تورخم فرضي کرښې په اوږدو کې د رامنځته شوې جګړې په اړه يې احتجاج ورته وکړ.

په دې خبري غونډه کې د پاکستان د بهرنیو چارو موقت وزیر په اسلام اباد کې د طالبانو د چارواکي احضارولو پخلی وکړ او ويې ويل چې پاکستان په دې پېښه خپل کلک اعتراض څرګند کړى او دغه طالب چارواکي ته يې يو احتجاجي ليک هم سپارلى دى.

جيلاني د چترال پېښه خواشینونکي وبلله او زياته يې کړه چې پاکستان په دې ورستیو کې د ترهګریزو فعالیتونو ډیروالی په جدي توګه اخلي.

د پاکستان د بهرنیو چارو لنډمهالي وزیر ټینګار وکړ چې دغه هیواد له طالبانو سره خبرو ته دوام ورکوي.

جيلاني زياته کړه چې اسلام اباد له طالبانو غواړي چې ډاډه شي دا ډول پېښې به بيا نه رامنځته کيږي.

تېره ورځ د پاکستان د کورنیو چارو وزیر ویلي وو چې هېواد او نړۍ له افغان طالب چارواکو تمه لري چې د دوحې تړون ته درناوی وکړي او پرېنږدي چې د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو پر ضد وکارول شي.

ټي ټي پي له افغان طالبانو سره نږدې اړیکې لري. طالبانو د افغانستان واک تر لاسه کولو وروسته د پاکستان د پوځ او ټي ټي پي ترمنځ د سولې څو پړاوه خبرې اترې وکړې. خو دغه خبرې بې پایلې شوې.

وروسته له هغه چې طالبانو د افغانستان واک تر لاسه کړ، د پاکستاني طالبانو غورځنګ د دغه هېواد د پوځ پر وړاندې خپلو بریدونو ته زور ورکړی دی. په وروستیو میاشتو کې پاکستاني چارواکو ویلي چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان د ټي ټي پي په ګډون د ترهګرو په پټنځای بدل شوی دی.

ډېر لیدل شوي

هغه څه و چې د سیمې امنیتي چارواکي یې کابل ته د تګ لپاره اړ کړل؟
۱
شننه

هغه څه و چې د سیمې امنیتي چارواکي یې کابل ته د تګ لپاره اړ کړل؟

۲

د ایران په پوله کې افغانستان ته اوښتونکي زرګونه موټر بې برخلیکه ولاړ پاتې دي

۳

انادولو خبري اژانس: د ترکیې د استخباراتو رييس له کابل سربېره کندهار ته هم سفر کړی

۴

د خاتم‌النبیین پوهنتون د امتیاز خاوند: د مذهبي دلایلو له کبله طالبانو زموږ جواز لغوه کړ

۵
د نجونو پر زده کړو طالبي بندیز

د بښنې نړۍوال سازمان پر طالبانو د فشار راوړلو او د نجونو د ښوونځیو پرانیستلو غوښتنه کړې