د ایران د پارلمان د ملي امنیت او بهرنۍ تګلارې د کمیسیون غړی وايي، زموږ د بهرني سیاست لومړیتوب له ګانډیانو سره ښې اړیکي دي، «که څه هم دغه ګانډی مو نه خوښیږي»
ابراهیم رضايي وايي: له طالبانو سره ډیر څه لرو، غوسه او د اړیکو نشتوالی ستونزي ډیروي.
ایسنا خبري آژانس د یکشنبې په ورځ د (وږي۱۹مه) له طالبانو سره د ایران د پارلمان د دغه غړي د لیدنې خبر خپورکړی.
نوموړي کابو دوه اوونۍ وړاندې د ایران د استازو په ګډون د یوه پلاوي په توګه کابل ته سفر وکړ.
افغانستان ته د ایران استازو له دغه سفر وروسته د حقابې په سر د طالبانو او تهران تر منځ له څو اونیو کړکیچ وروسته داسې ښکاري چې د افغانستان په سیندونو او بندونو کې د اوبو د کچې د معلومولو لپاره د ایراني کارپوهانو له سفر وروسته اوس دا لانجې کمي شوي دي.
ابراهیم رضایی د دغه سفر د جزیات په اړه وویل: «موږ له هرچا سره چې اړتیا وه خبرې اترې کوو، خو اوس له امریکایانو سره غیر مستقیم مذاکرات لرو.»
د ایران د پارلمان د دغه غړي په وینا له طالبانو سره د خبرو نه کولو احساساتي کلمې د ایران کټو ته زیان رسولی.
نوموړی له طالبانو سره د اړیکو په اړه وايي د ډیرو مسلو حل، د امنیت او ترهګرۍ سره د مبارزي په څېر د کډوالۍ او سرحدونه د ګاونډییو سره په ګډې همکارۍ او جوړجاړي پورې اړه لري.
همدارنګه د ایران د ملي امنیت او بهرني سیاست د کمیسیون دغه غړی په افغانستان کې د یوه ټولګډونه حکومت پر جوړولو ټینګار کوي.