د پاکستان د پخواني لومړي وزیر عمران خان بند دوه اونۍ نور هم اوږد شو

AP ۱۴۰۲ وږی ۲۲

د پاکستان د پخواني لومړي وزیر عمران خان وکیل وايي، د حکومتي رازونو په تړاو د ښاغلي خان د بند موده دوه اونۍ نوره هم اوږده شوه.

د عمران خان وکیل نعیم پنجوته د چارشنبې په ورځ په اېکس یا پخواني ټوېټر کې لیکلي، ښاغلی خان به د سپټمر تر ۲۶ بندي وي.

د تېر اګسټ پر پنځمه عمران خان د حکومتي ډالیو یا توشه خانې قضیه کې د دریو کلونو لپاره اټک جېل ته ولېږل شو، خو وروسته د پاکستان یوې سترې محکمې د ښاغلي خان دا سزا وځنډوله او ویې ویل نوموړی په ضمانت خوشی کېدلی شي.

خو نوموړی بیا هم د دولتي رازونو د رسوا کولو اړوند قضیه کې د ۱۴ ورځو لپاره بندي شو او اوس یې بیا دا بند ۱۴ ورځې نور زیات شوی دی.

د پاکستان د پلټنو فدرالي ادارې ښاغلی خان تورن کړی دی چې د خپلو شخصي ګټو لپاره یې په امریکا کې د دغه هېواد د سفیر لیک له عوامو سره شریک کړی دی.

نور خبرونه

رادیو