۳۳۰ نور افغانان کاناډا ته ولېږدول شول

AP ۱۴۰۲ وږی ۲۲

د کاناډا د کډوالو چارو وزارت اعلان وکړ، چې ۳۳۰ نور افغانان د دغه هېواد کلګري ښار ته ولېږدول شول.
دغه وزارت د سه شنبې په ورځ د (وږي په ۲۱مه) په یوه ټويټ کې لیکلي، چې تراوسه پورې ۳۷ زره افغانان کاناډا ته لېږدول شوي دي.

کاناډا اعلان کړی، چې ۴۰ زره نور هغه افغانان چې د دوی له ځینو بنسټونو سره یې کار کړی او یا هم ورته ګواښ وي، مني.
په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، زرګونه تنو افغانانو بېلابېلو هېوادونو ته د کډوالۍ وړاندیز کړی دی.

نور خبرونه

رادیو