• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

کولمبیا د چاپېریال ساتو لپاره تر ټولو وژونکی هېواد وبلل شو

۲۲ وږی ۱۴۰۲ - ۱۳ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۵:۴۷ GMT+۱

د ګلوبل وېټینس په نوم د وکالت یوه بریتانیايي ډله وايي، پر ۲۰۲۲ کال په کولمبیا کې د چاپېریال او ځمکې د حقونو ۶۰ مدافعان وژل شوي. دا اداره په خپل راپور کې وايي، تېر کال په نړۍ کې د ۱۷۷ چاپېریال ساتو د وژنې ۸۰ سلنه پېښې په لاتینه امریکا کې شوې.

دې ادارې چاپېریال ساتو ته د خطر له پلوه دا سیمه ته تر ټولو مرګونې بللې ده.

د ګلوبل ویټنیس یوه مخکښه سلاکاره لورا فورونس د سې شنبې په ورځ -د سپټمبر ۱۲- په یوه انلاین خبري غونډه کې وویل: «په کولمبیا او نورو سیمو کې ځايي خلک، تورتوکمه، په وړه کچه کرونګر او چاپېریالي فعالان ډېر بد په نښه شوي دي.»

کولمبیا چې پر ۲۰۲۱ پکې تر ۲۰۲۰ او ۲۰۱۹ وژنې کمې شوې، تېر کال بیا د ډېرو چاپېریالساتو د وژل کېدو له امله په دې برخه کې د نوملړ سرته ختلې ده.

د تېر کال په اګسټ کې واک ته په رسېدو پسې د ولسمشر ګوستاو پیټرو په مشرۍ چپي حکومت د دې تاوتریخوالي د کمېدو لپاره د چټکو هڅه ژمنه کړې ده.

دا موندنې د ښاغلي پیټرو د حکومت لپاره خواشینوونکې دي چې د تېر کال په اکتوبر کې یې د چاپېریال ساتنې اړوند ایسکازو تړون تصویب کړی خو لا هم د کولمبیا د اساسي قانون ادارې تایید کړی نه دی.

برازیل او مکسیکو په ترتیب سره د ۳۴ او ۳۱ چاپېریالساتو د وژنې له امله په دې نوملړ کې دویم او دریم ځای لري.

د ګلوبل ویټنیس د موندنو له مخې د چاپېریال ساتو لپاره په لسو تر ټولو مرګونو هېوادونو کې له فلیپین او انډونیزیا پرته نور ټول د لاتینې امریکا هېوادونه دي.

ترویج لرونکی

بلومبرګ: د ایران او امریکا د ۱۴ ماده‌یي هوکړې جزییات افشا شوي
۱

بلومبرګ: د ایران او امریکا د ۱۴ ماده‌یي هوکړې جزییات افشا شوي

۲

امریکا بالاخره له ایران سره د تفاهم د یادښت رسمي متن خپور کړ

۳

د سپینې ماڼۍ یو چارواکی: ټرمپ له ایران سره د تفاهم یادښت لاسلیک کړ

۴

پولنډ او جرمني د دوه اړخیزې دفاعي همکارۍ تړون لاسلیک کړ

۵

اروپايي پارلمان د ناقانونه کډوالو د بېرته ستنولو په اړه نوی قانون تصویب کړ

•
•
•

نور کیسې

د لیبیا په سیلابونو کې ۲۴۵۰ کسان مړه شوي ۱۰ زره ورک دي

۲۱ وږی ۱۴۰۲ - ۱۲ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۹:۲۲ GMT+۱
د لیبیا په سیلابونو کې ۲۴۵۰ کسان مړه شوي ۱۰ زره ورک دي
100%

د ختیځې لیبیا چارواکي وايي، چې په لیبیا کې د سختو بارانونو له امله سیلابونه راوتلي، چې تر اوسه پکې ۲۴۵۰ کسان مړه شوي او له ۱۰۰۰۰ زیات ورک شوي دي.

ټاسک نیوز د ختیځې لیبیا د لومړي وزیر اسامه حماد په حواله ویلي، چې د د دانیل په نوم د مدیتراني طوفان او سختونو بارانونو له امله د دغه هېواد په بېلابېلو سیمو کې سیلابونه راوتلي دي.

راپور زیاتوي، چې په جبل الاحضر، المارج او درنا کې تر دې مهال د ښځو او ماشومانو په ګډون ۲۴۰۰ تنه مړه شوي دي، په راپور کې راغلي چې د ژغورنې ډلې لا هم د یو شمېر خلکو په ژغورلو بوختې دي.

د دغه سیلابونو له امله ګڼو ودانیو ته هم زیان اوښتی، ځینې یې په بشپړ ډول له منځه تللي او ځینې یې نیمه ویجاړې شوي دي.

تېره ورځ د لیبیا لومړي وزیر اسامه حماد هم د پېښې ځای ته سفر کړی او د قربانیانو له یو شمېر کورنیو سره یې هم لیدلي دي.

نوموړي ویلي، چې د درنا په ساحلي ښار کې زرګونه انسانان لا هم ورک دي.

تر دا مهاله د سرې مياشتې ۲۰۸۴ کسانو مړينه تاييد خو زیاته کړې یې ده، چې د وژل شويو شمېر ښايي‌ تر دې ډېرې شي.

د سره صلیب ویاند تیمر رمضان بیا ویلي، چې تر لسو زرو پورې کسان لادرکه دي چې مرستندويه ادارې یې د موندلو کوښښ کوي.

یاد سیلابونه په لیبیا کې په وروستیو لسو کلونو کې بې ساري ګڼل شوي او ویل کیږي، چې د اوبو اندازه تر لس فوټو پورې رسېدلي دي.

د ختیځې لیبیا لومړی وزیر: په وروستیو سیلابونو کې۲۰۰۰ کسان مړه شوي او زرګونه نور ورک دي

۲۰ وږی ۱۴۰۲ - ۱۱ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۸:۳۶ GMT+۱
د ختیځې لیبیا لومړی وزیر: په وروستیو سیلابونو کې۲۰۰۰ کسان مړه شوي او زرګونه نور ورک دي
100%

د ختیځې لیبیا د حکومت لومړی وزیر وايي، چې په لیبیا کې د سختو بارانونو له امله سیلابونه راوتلي، چې تر اوسه پکې ۲۰۰۰ کسان مړه شوي او زرګونه نور یې ورک شوي دي. بل خوا د سرې میاشتې ټولنې د ۱۵۰ کسانو مړینه تایید کړې ده.

رویټرز د ختیځې لیبیا د لومړي وزیر اسامه حماد په حواله ویلي، چې د د دانیل په نوم د مدیتراني طوفان او سختونو بارانونو له امله د دغه هېواد په بېلابېلو سیمو کې سیلابونه راوتلي دي.

راپور زیاتوي، چې په جبل الاحضر، المارج او درنا کې تر دې مهال د ښځو او ماشومانو په ګډون ۲۰۰۰ تنه مړه شوي دي، په راپور کې راغلي چې د ژغورنې ډلې لا هم د یو شمېر خلکو په ژغورلو بوختې دي.

د دغه سیلابونو له امله ګڼو ودانیو ته هم زیان اوښتی، ځینې یې په بشپړ ډول له منځه تللي او ځینې یې نیمه ویجاړې شوي دي.

په راپور کې ویل شوي، چې د لیبیا لومړي وزیر اسامه حماد هم د پېښې ځای ته سفر کړی او د قربانیانو له یو شمېر کورنیو سره یې هم لیدلي دي.

نوموړي ویلي، چې د درنا په ساحلي ښار کې زرګونه انسانان لا هم ورک دي.

بل خوا په درنا کې د سرې میاشتې یوه چارواکي ویلي، چې تر اوسه یې د ۱۵۰ کسانو مړینه ثبت کړې ده.

رویټرز زیاتوي، چې تر اوسه دوی نه دي توانېدلي چې د مرګ ژوبلې په اړه د ختیځې او لویدیځې لیبیا د حکومتي چارواکو متحد نظر تایید کړي.

یاد سیلابونه په لیبیا کې په وروستیو لسو کلونو کې بې ساري ګڼل شوي او ویل کیږي، چې د اوبو اندازه تر لس فوټو پورې پورته شوې ده.

طالبانو په خوست کې د ځنګل وهلو په تور ۲۷ کسان نیولي دي

۱۶ وږی ۱۴۰۲ - ۷ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۲:۲۷ GMT+۱
طالبانو په خوست کې د ځنګل وهلو په تور ۲۷ کسان نیولي دي
100%

د خوست لپاره د طالبانو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست وايي، د دغه ولایت په ګربز او دوه منده ولسوالیو کې یې د ځنګلونو وهلو په تور ۲۷ کسان نیولي دي.

د طالبانو بیا واکمنېدو پسې په ځینې ولایتونو په ځانګړي ډول نورستان، کونړ او خوست کې د ځنګلونو د پرې کولو شکایتونه زیات شوي دي.

د طالبانو کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت تېره ورځ د سنبلې ۱۵ مه ـ په ایکس پاڼې يو ټویټ کې لیکلي چې دا کسان د طالبانو لخوا د څلورو برقي ارو او د څنګولونو د پرې کولو وسایلو سره نیول شوي دي.

په خوست کې ځايي سرچینې وايي په دغه ولایت کې د ځنګل وهونکو د نیونې لپاره هڅې روانې دي ترڅو په دغه ولایت کې د څنګل پرې کولو مخه ونیول شي.

100%

طالبان وايي، دا کسان یې د ځنګل پرې کولو پرمهال نیولي دي.

د خوست یو شمیر اوسیدونکو افغانستان انټرنشنل ته وویل، دا ځنګلونه د قاچاق لپاره پرې کیږي او بیا پاکستان ته اړول کیږي.

که څه هم په خوست، پکتیا او پکتیکا کې قومي تړونونه شوي چې ځنګلونه به نه پرې کیږي خو بیا هم ځیني د لرګیو د قاچاق مافیايي ډلې له دغو تړونونو څخه سرغړونه کوي او ځنګلونه پرې کوي.

د هیواد په ختیځو ولایتونو نورستان او کونړ کې هم د ځنګلونو د وهلو او بیا قاچاق په اړه شکایتونه زیات دي.

نیوکې دا دي چې له کلونو راهسې ځیني ځايي چارواکي او زورواکي د ونو په وهلو او د لرګیو په قاچاق کې لاس لري.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو د چاپریال ساتنې ملي ادارې په یوه خبرپاڼه کې ویلي وو، چې که څوک ځنګل ووهي او یا د عامه ځایونو ونې پرې کړي پر نقدي جریمه سربېره به عدلي او قضايي ارګونونو ته ورپيژندل کیږي.

په افغانستان کې د ځنګلونو وهل په داسې مهال دي چې د اقلیمي بدلون او د توخي زیاتېدو له امله د زرغون چاپېریال لپاره د ونو په لګولو او ځنګلونو زیاتولو ټینګار کېږي.

په سپوږمۍ کې د اوږدې مودې پاتې کېدو لپاره د انرژۍ د نوې سرچینې ایجاد

۱۳ وږی ۱۴۰۲ - ۴ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۳:۴۱ GMT+۱
په سپوږمۍ کې د اوږدې مودې پاتې کېدو لپاره د انرژۍ د نوې سرچینې ایجاد
100%

ساینس پوهان د انرژۍ د یوې نوې سرچینې په ایجاد کې بریالي شوي، چې فضاء تلونکو ته به اجازه ورکړي چې په سپوږمۍ کې د اوږدې مودې لپاره پاتې شي.

د برتانیې بنګور پوهنتون د برتانیې د فضایي ادارې رولز رایس او ناسا په همکارۍ د اړتیا وړ انرژي تولیدولو لپاره د اټومي سونګ حجرې ډیزاین کړي دي.

بي بي سي د چارواکو په حواله خبر ورکړی، چې په دې برخه کې ناسا پرېکړه کړې چې تر ۲۰۳۰ کال پورې د "آرټیمیس" پروګرام له لارې په سپوږمۍ کې یوه اډه جوړه کړي.

ساینس پوهان سپوږمۍ د یوې ارزښتمنې سیارې په توګه یادوي او زیاتوي چې ډېرې ارزښتانکې سرچینې لري او د مریخ او نورو سیارو د دروازې په توګه ترې باید استفاده وشي.

بریتانیا سږ کال د خپل تاریخ اتم تر ټولو ګرم دوبی تېر کړ

۱۱ وږی ۱۴۰۲ - ۲ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۴:۳۳ GMT+۱
بریتانیا سږ کال د خپل تاریخ اتم تر ټولو ګرم دوبی تېر کړ
100%

د بریتانیا د هوا پوهنې ملي اداره وايي، دغه هېواد له ۱۸۸۴ کال راهیسې د خپل تاریخ اتم تر ټولو ګرم دوبی تېر کړ. دا اداره زیاتوي، سږنی دوبی په بریتانیا کې د تودوخې منځنۍ درجه ۱۵.۴ سانتي ګراد او تر خپلې اندازې شاوخوا ۰.۸ سانتي ګراد ډېره ګرمه وه.

دا اداره سږنی دوبی تر اوسط کچې ډېر مرطوب یا لوند هم بولي او زیاتوي چې په ریکارډ شویو لسو ډېرو ګرمو اوړيو کې تر ټولو لوند یا مرطوب و.

د رسمي ارقامو له مخې په بریتانیا کې سږنی حون د سږني دوبي تر ټولو ګرمه میاشت وه، خو جولای بیا د دغه هېواد شپږمه ترټولو لنده میاشت وه.

د اقلیمي بدلون له امله پر بریتانیا سربېره په نږدې ټوله اروپا کې سږنی دوبی خورا ګرم بلل شوی دی.

د یوې څېړنې له مخې، تېر کال په ټوله اروپا کې له ۶۰ زرو د ډېرو کسانو مړینه له ګرمي سره تړلې بلل شوې ده.

کارپوهان وايي، که تودوخه همداسې بره ځي، نو ور سره تړلې مړینه به هم زیاتېږي.