• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ځايي سرچینې: په قبایلي سیمو کې یو ځل بیا هدفي وژنو او امنیتي پېښو زور اخیستی

۲۳ وږی ۱۴۰۲ - ۱۴ سپتمبر ۲۰۲۳، ۰۵:۳۳ GMT+۱تازه شوی: ۲۳ وږی ۱۴۰۲ - ۱۴ سپتمبر ۲۰۲۳، ۰۹:۰۳ GMT+۱

په تازه پېښو کې د شمالي وزیرستان میرانشاه ولسوالۍ په خیسور سیمه کې د یوه کالج پخوانی مشر خان دراز وزیر د نامعلومو وسلوالو په ډزو وژل شوی. په باړه، باجوړ، اورکزیو او میرعلي کې هم د هدفي وژنو او امنيتي پېښو په پایله کې ولسي خلک وژل شوي دي.

د یوه بل خبر له مخې د خيرپښتونخوا باړې ولسوالۍ په شانکوبار قمرخيل سیمه کې د جان محمد په نوم یو تن د نامعلومو موټرسایکل سپرو به ډزو وژل شوی.
د دواړو پېښو ترسره کوونکي مخ پټي وسلوال له سېمې بېرته تښتيدلي دي.
تر اوسه پورې د دغو دوو تنو د وژلو په اړه کومې وسلوالې ډلې څه نه دي ویلي، او نه هم د دغو وژنو لامل معلوم دی.
په سیمه کې ازاد خبریال لال وزیر وايي چې روانه اوونۍ په خيبر پښتونخوا کې هدفي وژنې او د نا امنيو پېښې ډیرې شوې دي.
لال وزیر وړاندې وايي: «دوه ورځې مخکې په اورکزئ ایجنسۍ کې يو کس د سړک غاړې په ماين چاودنه کې ووژل شو، په میرعلي کې د وسلوالو او امنيتي ځواکونو تر منځ په جګړه کې یوه ښځه او سړی ووژل شول او همدا دوه ورځې مخکې نا څرګندو وسلوالو په باجوړ کې يو کس په ډزو وواژه»
په دې وروستیو کې د خيبر پښتونخوا په بیلابېلو سیمو کې د نا امنۍ پېښې زیاتې شوې چې له امله يې په هدفي وژنو او جګړې پر مهال ولسي خلکو ته مرګژوبله اوړي.
په امنيتي ځواکونو باندې د بریدونو مسولیت له معمول سره سم د ټي ټي پي وسلواله ډله په غاړه اخلي خو په سیمه کې د ولسي خلکو هدفي وژنې لا هم د پخوا په څېر نامعلومې دي.

ډېر لیدل شوي

حکمتیار: طالبان د پردیو په پیسو او وسلو تپل شوي او د افغانستان پر زېرمو د معاملې حق نه‌لري
۱

حکمتیار: طالبان د پردیو په پیسو او وسلو تپل شوي او د افغانستان پر زېرمو د معاملې حق نه‌لري

۲

د بوش مرکز: د طالبانو له بندیزونو سره سره افغان نجونې د زده‌کړو د حق لپاره مبارزه کوي

۳

عبدالمتین قانع: د ترکیې له پلاوي سره له پاکستان سره د کړکېچ او د ایران پر وضعیت خبرې شوې

۴

میډیا لاین: په ایران کې کړکېچ افغان کډوال بېرته بې‌کارۍ او د طالبانو واکمنۍ ته ستنوي

۵
شننه

پر هبت الله د فشار راوړلو هڅه؛ په ګرده څېړۍ کې د طالبانو د ځینو مشرانو پټه ناسته