• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

مراکش کې د زلزلې په پنځمه ورځ، کلیوال د ځمکې ښوېدنې له وېرې بند پاتې دي

۲۳ وږی ۱۴۰۲ - ۱۴ سپتمبر ۲۰۲۳، ۰۴:۳۳ GMT+۱

په مراکش کې د خونړۍ زلزلې په پنځمه ورځ، ډېری زلزله ځپلي کلیوال د ځمکې ښوېدنې له وېرې او د لارو بندېدو له امله بند پاتې دي. د رسمي شمېرو له مخې تر دې دمه د ۲۹۰۱ کسانو مړینه او د ۵۵۳۰ کسانو ټپي کېدل تایید شوي دي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د مراکش پوځ د ژوندي پاتې شویو کسانو د لټون او ژغورنې د عملیاتو او همدارنګه د مرستو رسولو مشري په غاړه اخیستې، چې په دې برخه کې مرستندویه سازمانونه هم ورسره همکاري کوي.

ویل شوي، چې په دغو عملیاتو کې د څلورو نورو هېوادونو د ژغورنې ډلې هم ورګډې شوې دي.

د مراکش پاچا محمد ششم د زلزلې په څلورمه ورځ په ټلویزیون کې لیدل شوی و، چې په روغتون کې یې د ټپیانو پوښتنه کوله.

ډېری هغه کسان چې کورونه یې ویجاړ شوي له سړې هوا او لوږې شکایت کوي.

په ډېرو کلیوالو سیمو کې د ټيټو ودانیزو معیارونو له امله خټین کورونه نړیدلي دي.

د رېښتر په کچه دغه ۶،۸ درجې زلزله په مراکش کې په تېرو شپږو لسیزو کې تر ټولو خونړۍ زلزله بلل شوې ده.

ډېر لیدل شوي

د محدودیتونو تر سیوري لاندې؛ په سوېلي ولایتونو کې یوازې درې ښځینه متخصصې ډاکټرانې پاتې دي
۱
ځانګړی

د محدودیتونو تر سیوري لاندې؛ په سوېلي ولایتونو کې یوازې درې ښځینه متخصصې ډاکټرانې پاتې دي

۲

د حقاني شبکې د ځانمرګو د مرکز لومړنی ژوندی پاتې غړی د «جنرالۍ» رتبه غواړي

۳

پاکستان د ټرانس‌-افغان رېل‌پټلۍ پروژې د چټکولو غوښتنه وکړه

۴

شاه محمود میاخېل: د افغانستان لپاره باید د وسله‌والې جګړې پر ځای فکري مبارزه پیاوړې شي

۵

د خوست په دولتي ادارو کې د امریکا پر سفارت د برید کوونکي د «وصیت» تابلوګانې وځړول شوې