• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په جلاوطنۍ کې د خبریالانو پر ستونزو، بیان ازادۍ او پر رسنیو د بندیزونو په تړاو غونډه وشوه

۲۳ وږی ۱۴۰۲ - ۱۴ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۰:۵۱ GMT+۱تازه شوی: ۲۳ وږی ۱۴۰۲ - ۱۴ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۱:۵۸ GMT+۱

دغه غونډه د خبریالانو د ملاتړ کوونکو نړۍوالو سازمانونو، په بېلابېلو هېوادونو کې د جلاوطنه خبریالانو په ګډون د Körber Stiftung له لوري د یو شمیر نورو نړیوالو بنسټونو Zeit Ebelin ,ECPMF په همکارۍ د جرمني په هامبورګ کې جوړه شوه.

په دغه دوه ورځنۍ غونډه کې د افغانستان، اوکراین، میانمار، ایران، ترکیې، بلاروس او روسیې د خبریالانو د ملاتړ کوونکو سازمانونو له خوا د بیان ازادۍ او د رسنیو او خبریالانو حالت و ارزول شو.

اقغان ژورنالیست لطف الله نجفی زاده په دغې غونډه کې د خبرو پرمهال د افغانستان له رسنیو او خبریالانو پر اوسني حالت اندېښنه څرګنده کړه او د خبریالانو د ملاتړو سازمانونو څخه یې وغوښتل چې دغې ستونزې ته بنسټيزه حل لاره ولټوي.

له دې سره د افغانستان د خبریالانو د ملاتړ سازمان مشر حامد عبیدي هم د وینا پرمهال وویل چې، دغه سازمان هڅه کوي چې د نړیوالو بنسټونو په همکارۍ سره د خبریالانو شته ستونزې هوارې کړي او د رسنیو، خبریالانو او د بیان د آزادۍ د حالت ښه کولو لپاره یې د خبریالانو د ملاتړو بنسټونو د همکارۍ غوښتنه هم وکړه.

په دغه پروګرام کې د خبریالانو د مسلکي کارونو د دوام لپاره د جلاوطنه خبریالانو پر ملاتړ هم ټینګار وشو.

د خبریالانو ملاتړو سازمانونو هم ژمنه وکړه چې له جلاوطنه خبریالانو سره به خپلو هر اړخیزو همکاریو ته دوام ورکړي.

دا په جلاوطنۍ کې د رسنیو پنځمه غونډه ده.

دغه غونډه په داسې حال کې ترسره کیږي چې سلګونه خبریالان هم په هېواد کې دننه، او هم په ایران، پاکستان او د سیمې یو شمیر نورو هېوادونو کې له بې برخلیکه حالت سره مخامخ دي.

په پاکستان کې مېشته افغان خبریاله نسرین شیرزاد بشیر وایي چې له نږدې دوو کلونو راهیسې د جلا وطنۍ سختې شپې او ورځې تیروي.

نوموړې د خبریالانو د ملاتړو سازمانو پر کړنو هم نیوکه وکړه او ويې ويل چې دغه سازمانونه د ریښتینو خبریالانو او هغو کسانو ترمنځ چې د خبریالانو په نامه اروپایي او امریکایي هېوادونو ته ورسیدل، توپير نه شي کولای.

له دې سره، ډیر شمېر خبریالان د ورته غونډو جوړیدل نمایشي بولي او وایي چې خیر یې رښتینو خبریالانو ته نه رسیږي.

ډېر لیدل شوي

پر هبت الله د فشار راوړلو هڅه؛ په ګرده څېړۍ کې د طالبانو د ځینو مشرانو پټه ناسته
۱
شننه

پر هبت الله د فشار راوړلو هڅه؛ په ګرده څېړۍ کې د طالبانو د ځینو مشرانو پټه ناسته

۲

د پاکوالي نړۍواله ورځ؛ افغانستان کې د خځلو مدیریت لا هم له جدي ننګونو سره مخ دی

۳

میډیا لاین: په ایران کې کړکېچ افغان کډوال بېرته بې‌کارۍ او د طالبانو واکمنۍ ته ستنوي

۴

راپور: طالبان د پوځي بې‌پیلوټه الوتکو د وړتیا د پراخولو هڅه کوي

۵

ایټالیا کې افغان سفارت: د هېواد برخلیک باید د بهرنیانو او طالبانو د پټو معاملو قرباني نشي