د بلوچستان لپاره د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر حافظ حمدالله په چاودنه کې ټپي شو

د بلوچستان په مستونګ کې د بلوچستان لپاره د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر حافظ حمدالله او لس نور کسان په چاودنه کې ټپي شول. د پوليسو د څرګندونو له مخې، دغه چاودنه د حافظ حمدالله موټر ته څېرمه شوې ده.

د پېښې ټپیان روغتون ته لېږدول شوي دي.
پولیسو د چاودنې ځای کلابند کړی او پلټنې یې پيل کړې دي.
دا څووم ځل دی، چې د جمیعت علمای اسلام لوړ پوړي غړي په پاکستان کې په نښه کېږي چې تر ‌‌‌‌‌‌ډېره یې پړه د داعش خراسان ‌‌‌‌‌‌ډله په غاړه اخلي.