• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د ترکیې سمندري ځواکونو ۵۴ افغان کډوال نیولي دي

۲۴ وږی ۱۴۰۲ - ۱۵ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۰:۲۴ GMT+۱

د ترکیې د اناتولي اژانس د راپور له مخې، د دغه هېواد سمندري ځواکونو د چاناک کاله ولایت په ایواجېک سمندرګي کې ۵۴ افغان کډوال له ډوبېدو ژغورلي. د دغې رسنۍ د راپور له مخې، دغه کډوال له ژغورلو وروسته نیول شوي دي.

ویل کېږي، چې دغه نیول شوي افغانان ټول په یوې پلاسټیکي بېړۍ کې سپاره وو او غوښتل یې چې ، د اژې سمندرګي له لارې د یونان ټاپوګانو ته ځان ورسوي.
دغه راپور چې د جمعې په ورځ د ( وږي په ۲۴مه) خپور شوی په کې راغلي، چې دغه کډوال په ایواجېک سیمه کې د بهرنیو اتباعو د بېرته ستنولو مرکز ته لېږدول شوي دي.
په هغه تصویر کې چې د بېړۍ او د سپرو کسانو خپور شوی، ماشومان او ښځې هم په کې لیدل کېږي.
ترکیه اروپا ته د افغان کډوالو یوه مهمه لاره ده. پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، ډېری خلک اروپا ته د تګ لپاره د ایران له لارې ترکیې ته ځي. د دغو کسانو له ‌‌‌‌‌‌ډلې ډېری یې مړه شوي هم دي.
ترکیې څو اونۍ وړاندې یوشمېر ناقانونه او بې اسناده افغانان نیولي او بېرته یې افغانستان ته ستانه کړي دي.

ډېر لیدل شوي

ملګري ملتونه: په تېرو درېیو کلونو کې په افغانستان کې نږدې ۵۰۰ ماشومان وژل شوي
۱

ملګري ملتونه: په تېرو درېیو کلونو کې په افغانستان کې نږدې ۵۰۰ ماشومان وژل شوي

۲

د طالبانو د بندیزونو له پنځو کلونو وروسته، افغان نجونې د خیاطۍ په پلمه پټې زده‌کړې کوي

۳

د پاکستان نوې پالیسي؛ بې‌اسناده افغان محصلین باید له هېواده ووځي

۴

د ناټو پخوانۍ سلاکاره: د طالبانو حکومت د هبت‌الله د لیدلوري او شخصي وفادارۍ پر محور راڅرخي

۵

راپورونه: افغانستان کې د نوې کورنۍ جګړې د احتمال په اړه اندېښنې زیاتې شوي