خواجه⁩ ⁧اصف⁩: پاکستاني طالبان⁩ او په کابل کې د طالبانو حکومت سره ملګري دي

AP ۱۴۰۲ وږی ۲۴

د ⁧پاکستان⁩ د دفاع پخوانی وزير ⁦وايي, پاکستاني طالبان⁩ او په کابل کې د طالبانو حکومت سره ملګري دي.
خواجه اصف په اېکس (پخواني ټوېټر) پاڼې ليکلي، دا وخت د پاکستان پر ضد د ترهګریزو فعالیتونو په برخه کې د افغان خاورې کارېدل تر ټولو مهمه موضوع ده.

نوموړي ادعا کړې، چې ناروغانو سره ترهګر له افغانستانه پاکستان ته داخليږي.
خواجه اصف چې د مسلم ليګ ن ډلې مرکزي مشر هم دی ویلي, دا د طالبانو د حکومت دنده ده، چې پاکستان کې د امنيت ضمانت ورکړي.
هغه وويل, له افغانستان سره ترینګلتیا یوازې د ناروغانو تر تګ ﺭاتګ او سوداکرۍ پورې محدوده نه ده، بلکې نورې جدي مسالې هم شته.
دغه ځرګندونې په داسې مهال کېږي، چې نن له نهو ورځو وروسته د تورخم دروازه د هر ډول تک راتګ لپاره پرانېستل شوه.
تر دې وړاندې هم د پاکستان د لومړي موقت وزیر ترڅنګ نورو پاکستاني چارواکو د پاکستان پر ضد د افغان خاورې د کارولو او په افغانستان کې د ترهګرو د امن پټنځایونو ادعاوې کړې وې؛ خو دا ټولې هغه ادعاوې دي، چې طالبانو په وار، وار رد کړې دي.
واک ته د طالبانو له رسېدو وړاندې پاکستان تل د طالبانو په ملاتړ تورن شوی و او افغان حکومت په پاکستان کې د طالبانو او نورو وسله‌والو ډلو د امن پټنځایونو ادعاوې کولې.

نور خبرونه

رادیو