• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

تورخم دروازه له نهو ورځو وروسته تګ راتګ لپاره پرانیستل شوه

۲۴ وږی ۱۴۰۲ - ۱۵ سپتمبر ۲۰۲۳، ۰۶:۱۹ GMT+۱تازه شوی: ۲۴ وږی ۱۴۰۲ - ۱۵ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۷:۵۲ GMT+۱

د طالبانو تر واک لاندې ملي ټلویزیون په اېکس شبکه کې د دغې دروازې د پرانېستې خبر خپور کړی، پرون هم د ننګرهار سیمه‌ییزو چارواکو ویلي وو چې سبا سهار وختي دغه لار د تګ راتګ لپاره پرانېستل کېږي؛ خو تر اوسه پاکستانۍ غاړې په رسمي توګه څه نه‌دي ویلي.

په سیمه کې ځایي خبریالانو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې نن په خوراکي او نورو سوداګریزو توکو سلګونه بار لارۍ او زرګونه مساپر چې د کرښې دواړو غاړو ته ایسار پاتې وو، خپل منزل مقصود ته ورسېدل.

دغه مساپر او موټر چلونکي سره له دې چې د تورخم دروازې په بېرته خلاصولو خوښ او راضي ول، د دواړو غاړو له چارواکو یې غوښتنه کوله چې نور دې د سیاسي لانجو، ګونجو په ټس کې پر خلکو لارې نه بندوي او د ولسي خلکو سره دې له زور زیاتي څخه لاس پر سر ښي.

دغو ایسارو افغانانو هغه کړاوونه یو، په یو وشمېرل چې په تېرو نهو ورځو کې ورسره مخامخ شوي وو.

د سېپتمبر په شپږمه نېټه د تورخم دروازه داسې مهال وتړل شوه، چې د پاکستان پوله ساتو له طالب ځواکونو تر منځ نښته ونښته په دغې نښته کې د دوو طالبانو په ګډون د افغانستان غاړې ته درې کسان ووژل شول؛ خو د پاکستان غاړې ته د مرګژوبلې په اړه څه نه و ویل شوي.

پاکستاني‌ چارواکو بیا ویلي وو چې "طالب سرتېرو په هغه ځای پوسته جوړوله" چې پاکستانی لوری پرې خوښ نه و.‌"
خو ننګرهار کې بیا د طالبانو امنیه قومندانۍ ویاند عبدالبصیر زابلي ویلي و، چې دغه پوسته له کرښې نږدې ۵۰۰ متره لرې د افغانستان خاروه کې ده او د هغه په خبره "نوې نه‌ده."
خو ‌دا لومړی ځل نه و، چې دغه دروازه د هر ‌‌‌‌‌‌ډول تګ راتګ لپاره بنده شوې وه، تر دې وړاندې هم په ځلونو دغه لاره د خلکو او ترانزیټ پر مخ تړل شوې ده.

د تورخم دروازې د پرانېستلو په اړه داسې هم ویل کېږي، چې تېره ورځ د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پاکستاني اړخ ته وویل چې لاره باید ژر تر ژره پرانیستل شي.

ډېر لیدل شوي

جبري الفاظ او القاب؛ طالب استخباراتو افغان رسنیو ته د رسنیزو ادبیاتو کرښې ټاکلې دي
۱
ځانګړی راپور

جبري الفاظ او القاب؛ طالب استخباراتو افغان رسنیو ته د رسنیزو ادبیاتو کرښې ټاکلې دي

۲

په امریکا کې یو افغان پخوانی ژباړن د ترهګرۍ د ملاتړ په تور نیول شوی

۳
ځانګړی

د پاکستان حکومت ۶۴ پوهنتونونو او پوهنځیو ته د افغان محصلانو د اخراج امر کړی

۴

ملبورن ریویو: پاکستان د پخوانیو افغان سرتېرو او جهادي قوماندانانو د سمبالولو هڅه کوي

۵

د سواد نړۍواله ورځ؛ په کندهار کې د سواد زده‌کړې مرکزونه تړل شوي دي