• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په کندز ولایت کې له ۲۹ بې‌وزله کورنیو سره مرسته وشوه

۲۴ وږی ۱۴۰۲ - ۱۵ سپتمبر ۲۰۲۳، ۰۴:۱۹ GMT+۱

د اغا خان بنسټ له‌خوا د کندز ولایت په علي‌اباد ولسوالۍ کې پر یوشمېر بې‌وزله او جګړه ځپلو کورنیو لنګې غواګانې ووېشل شوې. په کندز کې د طالبانو تر کنټرول لاندې د کرنې رياست وايي، چې دغه کورنۍ د دې ادارې د پلاوي له‌خوا له مخکې پېژندل شوې وې.

دوی وايي، هره غوا په ورځ کې لس لیټره شیدې تولیدولای شي چې دا د کورنیو د اقتصاد د پیاوړتیا او ښځو ته د کار د پیدا کولو لپاره یو مثبت او ګټور ګام دی.

په ورته وخت کې د علي اباد ولسوالۍ د شهرستان سیمې يو شمېر اوسېدونکي د دې ادارې له لوري د سروې پر چارو نيوکه کوي او وايي، چې له دغو مرستو څخه يو شمېر بې کوره او بې وزله کورنۍ پاتې شوې دي.

د کندز ولايت اوسېدونکي وايي، دغه کورنۍ د سیمې د ګذر وکیلانو له‌خوا معرفي کېږي او د ګذر وکيلان د وسله‌والو طالبانو د ډلې د سيمه‌ييزو غړو تر قوماندې لاندې کار کوي، چې د وسله‌والو طالبانو له‌خوا پېژندل شوي کسان له دغو مرستو برخمن کېږي.

د بشري مرستو په وېش کې د طالبانو د ډلې د مداخلې په اړه شکایتونه مخکې هم په رسنیو کې خپاره شوي وو.

په همدې حال کې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په یوه راپور کې ویلي و، چې د روان کال له جولای میاشتې راهیسې په افغانستان کې اړو کسانو ته د بشري مرستو ۵۶ پروګرامونه بند شوي دي.

د یاد بنسټ په راپور کې ویل شوي، چې دغه مرستې د وېش په بهیر کې د طالبانو د ډلې د لاس وهنې له امله بندې شوې دي.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا په خپل راپور کې د بشرپاله ادارو له کارکوونکو سره د طالبانو د چارواکو ناوړه چلند ته اشاره کړې او ویلي یې دي، چې د طالبانو دغه کار په افغانستان کې له بشري ناورین سره د مقابلې بهیر له ننګونو سره مخ کړی دی.

ډېر لیدل شوي

د امریکا استازي افغانستان کې د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې پر دوام ټینګار وکړ
۱

د امریکا استازي افغانستان کې د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې پر دوام ټینګار وکړ

۲

سي‌ای‌اې: ملا عمر هغه طالب قومندان اعدام کړی و چې افغانستان کې د اسامه له حضور سره مخالف و

۳

د شل کلنې جګړې پنځه کاله وروسته؛ د قربانیو او پایلو پوښتنه لا هم بې‌ځوابه

۴

پر کېیف د روسیې تازه بریدونه؛ رویټرز وایي د تېلو پر زېرمو بریدونو کې دوه کسان ووژل شول

۵

پخوانی اروپایي ډېپلوماټ: طالبان اوس تر القـاعدې ډېر لوی ګواښ دی