• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ملګرو ملتونو په مراکش او لېبیا کې د سېلاب او زلزله ځپلو سره د نړۍوالو مرستو غوښتنه وکړه

۲۵ وږی ۱۴۰۲ - ۱۶ سپتمبر ۲۰۲۳، ۰۵:۳۱ GMT+۱

په ليبيا او مراکش کې له دوو خونړيو پېښو وروسته د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستيال مارټين ګرېفټس له نړۍوالې ټولنې وغوښتل، چې له دغو دوو هېوادونو سره مرسته وکړي.

ښاغلي ګرېفیټس دغه تراژیدي د طبیعي پېښو د اغېزو په اړه یو جدي خبرداری وباله او ټینګار یې وکړ، چې د قربانیانو لاس نیونه باید لومړیتوب ولري.

د ملګرو ملتونو دغه چارواکي په دغه هېوادونو کې اړمنو کسانو ته د رواني- ټولنيزو مرستو رسولو ته په اشارې سره وويل: "موږ اړ يو، چې سمو خلکو ته په سم وخت کې سمې مرستې برابرې کړو."

د بشري مرستو د همغږۍ لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال زیاته کړه، چې اوس‌مهال په دغو هېوادونو کې خلک د خوراکي توکو، سرپناه او روغتیا ساتنې لپاره پیوستون ته اړتیا لري.

په مراکش کې د وروستۍ زلزلې له امله څه باندې ۲۹۰۰ کسان مړه شوي، زرګونه نور ټپیان شوي او ګڼ نور لا تراوسه هم تري تم دي.

د دغه هېواد پاچا محمد ششم امر کړی، چې له اړمنو کسانو سره دې د مرستې په موخه یو میلیارډ مراکشي درهم چې له سل میلیونه ډالرو سره برابر دي، ورکړل شي.

په ورته وخت کې پر نوموړي نیوکه شوې، چې د زلزله ځپلو سره د پیوستون لپاره یې چندان حضور نه درلود.

نوموړی د وږي میاشتې په ۱۷ له زلزلې وروسته یوازې درې ځلې د خلکو منځ کې لیدل شوی دی.

همداشان اټکل کېږي، چې په لیبیا کې د وژونکي سېلابونو له امله شاوخوا پنځه زره کسان وژل شوي، چې له دې شمېر څخه په روغتونونو کې د ۳۸۶۰۰ کسانو مړینې ثبت شوي دي.

په لیبیا کې د ملګرو ملتونو سره تړلې یوې ادارې اټکل کړی، چې د دغه هېواد په سېلاب ځپلو سیمو کې چې سیاسي کړکېچ هم ورسره دی، شاوخوا ۳۸ زره او ۶۰۰ کسان بې کوره شوي دي.

ډېر لیدل شوي

د امریکا استازي افغانستان کې د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې پر دوام ټینګار وکړ
۱

د امریکا استازي افغانستان کې د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې پر دوام ټینګار وکړ

۲

سي‌ای‌اې: ملا عمر هغه طالب قومندان اعدام کړی و چې افغانستان کې د اسامه له حضور سره مخالف و

۳

د شل کلنې جګړې پنځه کاله وروسته؛ د قربانیو او پایلو پوښتنه لا هم بې‌ځوابه

۴

پخوانی اروپایي ډېپلوماټ: طالبان اوس تر القـاعدې ډېر لوی ګواښ دی

۵

محيي‌الدین مهدي: پښتانه باید د افغانستان له نورو قومونو بښنه وغواړي