• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د نجونو د ښوونیزو مرکزونو تړل کېدا د جوزجاني ځوانانو نېوکې راپارولې دي

۲۵ وږی ۱۴۰۲ - ۱۶ سپتمبر ۲۰۲۳، ۰۹:۴۳ GMT+۱تازه شوی: ۲۵ وږی ۱۴۰۲ - ۱۶ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۳:۳۷ GMT+۱

د جوزجان ولایت یو شمېر ځوانان چې په یوې غونډه کې راټول شوي وو، په هېواد کې یې د نجونو لپاره د ښوونیزو مرکزونو په تړل کېدا نیوکه وکړه.

دوی چې د سوداګرۍ د پراختیا او انلاین سوداګرۍ روزنې د مرکز د پرانیستې په مراسمو کې راټول شوي وو، وايي چې درس او زده‌کړې د نارینه او ښځینه لپاره لازمي دي او چارواکي باید ورته زمینه برابره کړي.

د جوزجان ولایت په مرکز شبرغان ښار کې د اکټېډ په نوم د یوې نړۍوالې موسسې له‌خوا د سوداګرۍ د پراختیا او انلاین سوداګرۍ روزنې مرکز پرانیستل شو او کار یې پیل کړ.

په جوزجان ولايت کې د اکټېډ موسسې مشر امان الله امين وايي، چې د دغه مرکز په پيلېدو سره به څه باندې پنځه زره کسان په بېلابېلو څانګو کې مسلکي زده‌کړې ترلاسه کړي.

د ښاغلي امین په وینا، په دغو برخو کې (انلاین سوداګرۍ، د انګلیسي ژبې او کمپیوټر روزنه، ګرافیک ډیزاین او نورې مسلکي برخې) شاملې دي.

يو شمېر ځوانانو چې په دې غونډه کې برخه اخيستې وه، د دغه مرکز د پرانستلو د هرکلي په ترڅ کې د نجونو پر وړاندې د ښوونځيو او پوهنتونونو په تړل پاتې کېدو سخته نيوکه وکړه.

دوی وايي، د دغه ډول ښوونیزو مرکزونو پرانیستل د ښوونځیو او پوهنتونونو ځای نه نیسي؛ نو باید په دې برخه کې د خلکو غږ پورته شي.

دغو ځوانانو دیني او اسلامي لارښوونو ته اشاره وکړه او زیاته یې کړه، اسلام هم په دې ټینګار کړی چې د علم او پوهې ترلاسه کول په نارینه او ښځو فرض دی.

کابو دوه کاله کېږي، چې طالبانو د نجونو پر وړاندې ښوونځي او پوهنتونونه تړلي او دوی ته یې د زده‌کړو د دوام اجازه نه‌ده ورکړې.

ډېر لیدل شوي

لووي انسټیټیوټ: د طالبانو مخالفې ډلې پراخې طرحې لري خو د راتلونکي لپاره باوري پلان نه‌لري
۱

لووي انسټیټیوټ: د طالبانو مخالفې ډلې پراخې طرحې لري خو د راتلونکي لپاره باوري پلان نه‌لري

۲
شننه

د القاعدې د سکوت ماتېدل؛ تهران څه غواړي او کابل څه امتیاز ورکولی شي؟

۳

د طالبانو د مخالفانو بریدونو له پراخېدو سره؛ په بلخ کې ۳ نوې امنیتي حوزې جوړېږي

۴

د امریکا فدرالي محکمې د کمال نبي‌زاده د بندیزونو د لغوه کولو غوښتنه رد کړه

۵

پاکستان پر کندهار ښار هوايي برید کړی دی