ډيپلوماټیکو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د پاکستان سرپرست لومړي زویر انوارالحق کاکړ د طالبانو رییس الوزرا ملا حسن اخوند ته لیک لېږلی دی.
دا لیک چې موږ ته یې یوه برخه رسېدلې، ښاغلي کاکړ پکې ګډو موخو ته د رسېدو لپاره د ګډ کار غوښتنه کړې ده.
نوموړي ملا حسن اخوند ته لیکلي دي: «پاکستان له افغانستان سره د ورورۍ نږدې اړیکه لري چې د دواړو هېوادونو په تاریخي، کلتوري او مذهبی ګډولو کې یې رېښه ده.»
نوموړي افغانستان د پاکستان «ګاونډی او ورور» بللی او ټینګار یې کړی چې د دې اړیکو په تېره په سیاسي، امنیتي، اقتصادي او کلتوري برخو کې لا پیاوړتیا ته پوره ژمن دی.
د ښاغلي کاکړ په خبره، د سوداګرۍ ډېرېدل او سیمه ییزې اړیکې د دواړو هېوادونو د خلکو د پرمختګ لپاره مهم دي، ځکه باید دواړه لوري ګډو موخو ته د رسېدو لپاره ګډ کار وکړي.
له دې سره بیا هم د لیک پوره متن افغانستان انټرنشنل ته نه دی رسېدلی.
تېره اونۍ د پاکستان او طالبانو پوله ساتي په تورخم دروازه کې سره ونښتل او له امله یې دا بندر نږدې نهه ورځې د مساپرو او ګاډو پرمخ تړلی و.
پاکستانۍ رسنۍ وایي، د دې نښتې اصلي عامل پاکستاني طالبانو ته د افغان طالبانو لخوا پنا ور کول دي او تراوسه دا لانجه حل شوې نه ده.