انورالحق کاکړ: هغه افغانان چې د اوسېدو قانوني اسناد نه لري خپل هېواد ته به یې ستانه کړم

AP ۱۴۰۲ وږی ۲۶

د پاکستان موقت حکومت لومړی وزیر وايي، هیڅ افغان په پاکستان کې له ویزې پرته پاتې نه شي.

انورالحق کاکړ ویلي، هغه افغانان چې قانوني اسناد نه لري او یا هم په جعلي اسنادو پاکستان ته راغلي، ډیر ژر به ددوی له لوري بېرته افغانستان ته ستانه کړل شي.

ښاغلي کاکړ دغه څرګندونې له پولې هاخوا په قاچاق کې د افغان کډوالو د ونډې په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وکړې.

نوموړي زیاته کړه چې، په دې برخه کې پر يوې اغېزمنې تګلارې هوکړه شوې ده.

د پاکستان لنډمهالي لومړي وزیر وویل چې د اوسیدو له اسنادو پرته له افغانانو سره د چلند په برخه کې «پخوانی نرم چلند» د بېلابېلو ټولنیزو ستونزو لامل شوی دی.

هغه زیاته کړه، پاکستان ته د افغانانو ناقانونه ننوتل د ترهګرو ډلو د پیاوړتیا لامل شوی دی.

د پاکستان د لومړي وزیر دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې اسلام اباد په دغه هېواد کې پر افغان کډوالو سخت دریځیو ته زور ورکړی دی.

د عیني شاهدانو په وینا، پاکستاني پولیس د شپې له خوا د کډوالو کورونو ته ننوځي او آن هغه نارینه چې د دغه هیواد هم ویزې لري، له ځانه سره بیایي.

په دې وروستیو کې لوړ پوړو پاکستاني چارواکو د دغه هېواد د دفاع وزیر په ګډون په پاکستان کې مېشت افغان کډوال له ترهګرو ډلو سره په همکارۍ تورن کړي او ځینو چارواکو ویلي چې یو شمیر افغانان په دې هیواد کې په ترهګریزو بریدونو کې لاس لري.

نور خبرونه

رادیو

ستاسو د غږ لپاره کور

خپل فلمونه او غږونه را ولېږئ