هند د افغان زده کړیالانو لپاره د وړیا زده کړو سکالرشيپونه اعلان کړي

په نوي ډیلي کې د افغانستان سفارت وايي، هند د افغان محصلانو لپاره د پرليکه یا انلاین زده کړو په پروګرام کې د لیسانس او ماسټرۍ په کچه ۱۰۰۰ بورسونه ځانګړي کړي دي.

په نوي ډیلي کې د افغانستان سفارت وايي، هند د افغان محصلانو لپاره د پرليکه یا انلاین زده کړو په پروګرام کې د لیسانس او ماسټرۍ په کچه ۱۰۰۰ بورسونه ځانګړي کړي دي.
د افغانستان سفارت زیاته کړې، د دغه تحصیلي بهیر د پروګرامونو او روزنیزو کورسونو نوم لیکنه د ۲۰۲۳ کال د سپټمبر په ۱۶ پیل شوې او تر ۲۲مې نیټې به دوام وکړي.
د سفارت په خبره، دا د افغانانو لپاره د هند ځانگړي سکالرشيپونه او پروگرام دی چې د دې هیواد د بهرنيو چارو وزارت او د ای سی سي ار ادارې له لوري يې چارې تنظيمېږي.
د یادو سکالرشیپونو له لارې د سوداکرۍ ادارې، سوداګرۍ، کمپیوټر ساینس، هنرونو او نورو برخو کې زده کړې په وړیا ډول وړاندې کیږي.


د مومندرې ولسوالۍ ځایي طالب چارواکي وايي، تیره شپه ناوخته د سختو اورښتونو او سیلابونو راوتلو له امله په مومندرې او لعلپورې ولسوالیو کې ۳۰ کورونه ویجاړ شوي دي.
د ځايي طالب مسولانو په وینا سیلابونو د دغو ولسوالیو په مزار ناو، ډکې، باسوال، غزګي او نورو سیمو کې ۳۰ کورونه ویجاړ کړي.
ځايي طالب چارواکو د سیلابونو له امله د سر زیان په اړه معلومات نه دي ورکړي.
د دوی په خبره د سیمې اوسیدونکې بیړنیو مرستو ته اړتیا لري.
همدارنګه د مومندرې ولسوالۍیو اوسیدونکی فرهاد وايي، چې د تیرې شپې سیلابونو له امله يې د ګبینو د مچیو ۷۰۰ پیټۍ ویجاړې شوې دي.
ويل کيږي د فرهاد په ګډون یو شمېر بڼوالو ته هم سخت زیانونه اوښتي دي.

د شمیرو له مخې، سره له دې چې د خوړو نړیوال پروګرام هر کال په ټوله نړۍ کې له ۹۷ میلیونو کسانو سره مرستې کوي، سږکال د بودیجې له سخت کمښت سره مخ شوي دي. هغه وايي که هيوادونه مرسته ورسره و نه کړي نو اړمنو افغانانو ته مرستې نه شي رسولی.
د خوړو نړیوال پروګرام مشره سینډي مک کین وایي چې، که له دې ادارې سره مرستې ونه شي، دوی اړ دي چې له افغانستانه ووځي.
اغلې مککین وایي، «په لومړي ځل په داسې حال کې چې په نړۍ کې د خوراکي توکو مرستو ته اړتیا څو برابره زیاته شوې، له دغه نړیوال بنسټ سره مرستې کمې شوې او دا سازمان اړ شوی چې د افغانستان، بنګله دېش، فلسطین، کانګو، هایټي، اردن، سویلي سوډان، سومالي او سوریې په څېر سیمو کې خپلې مرستې کمې کړي.»
د خوړو د نړیوال پروګرام چاواکي همداراز زیاتوي چې، د خپل تاریخ تر ټولو له بد مالي کړکیچ سره مخ دي او دوی په افغانستان کې د را روانې اکټوبر میاشتې تر وروستیو کافي پیسې نه لري.
سینډي مککین د یکشنبې پر ورځ امریکایۍ اېبيسي شبکې ته ویلي، چې په مرستندویه هېوادونو کې له اړمنو هېوادونو سره د بهرنیو مرستو په تړاو حساسیت او مقاومت هم ډېر شوی دی.
نوموړې همداراز زیاتوي، چې د اوکراین د جګړې په څېر نړیوالو کړکېچونو د دوی کارونه څو برابره زیات کړي خو د مرستو فرصتونه هم ورسره کم شوي دي.
د افغانستان لپاره د خوړو نړیوال پرواګرام په تازه څرګندونو کې ویلي، چې د اوږدې جګړې، کمزوري اقتصادي حالت او چاپيریالي بدلونونو له امله د افغانونو ژوند اغېزمن شوی او په دغه هېواد کې هره شپه نېږدې ۱۵ میلیونه وګړي وږي ویده کیږي.
د خوړو نړیوال پروګرام زیاتوي، چې د افغانستان د راتلونکي سخت او کړکیچن ژمي څخه د میلیونونو افغانانو د ژغورلو لپاره یو میلیارد ډالرو ته اړتیا لري.
دوی وايي، چې ورسره د کمو بشري مرستو له امله یې اړمنو افغانانو سره د مرستو بهیر هم راکم کړی او دوی هره میاشت یوازې درې میلیونو کسانو سره مرستې کوي.
د خوړو د نړیوال پروګرام په خبره، که یاده اندازه مرستې له دوی سره ونه شي، په افغانستان کې به بشري ناورین رامنځته شي.
پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ وروسته د اقتصادي بنسټونو پرځېدو، وزګارۍ، وچکالۍ او د ښځو پر کار کولو د طالبانو بندیزونو دغه هېواد کې اقتصادي ستونزې لا زیاتې کړې دي.

د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت پر ایکس(پخواني ټویټر) پاڼه د کابل ـ جلال اباد د بلې لارې انځورونه خپاره کړي دي، او لیکلي يې دي، تر هغو چې د کابل جلال اباد لویه لاره له خارو او ډبرو پاکیږي، دغه لاره به د تګ راتګ لپاره وکاروي.
د کابل ـ جلال اباد لويه لاره پرون د غرهښویدنې له امله تړل شوې چې تر جوړیدو به يې د سورلۍ ګاډيد کاپیسا تګاب ولسوالۍله لاري د دغې لويې لارې د بدیل په توګه وکاریږي.
دغه وزارت لیکلي چې کابل جلال اباد ته د مسافرو د تګ راتګ لپاره د دغېډلې د دفاع او ټولګټو چارو وزارت په ګډه د لارې د پرانیستلو چارې پیل کړي دي او ډير ژر به د ماهيپر عمومي لاره هم د تګ راتګ لپاره چمتو کړي.
د یکشنبې په ورځ د (وږي ۲۶مه) څرخي پل ته نیږدې د غر ښویدونې له امله د کابل جلال اباد لاره وتړل شوه، او د دواړو لوریو ته تر زرو زیات مساپر بند پاتې شول.

باوري سرچینو له سپین بولدک څخه افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وویل، د دوشنبې ورځ (د وږي ۲۷مه) سهار دغه دروازه د پلي مسافرو پر مخ کابوه یو ساعت وتړل شوه.
سرچینې وايي، لاره هغه مهال وتړل شوه، چې پاکستانې پوځیانو د کندهار اوسیدونکې چې تل به یې پر دغه دروازه دافغانستان په تذکره تګ راتګ کاوه، خو نن سهار ورته په تذکره د تګ راتګ اجازه نه وه ورکړل شوې، چې طالبانو یې په غبرګون کې افغانستان ته پر پاکستاني شناختي کارډ د تګ راتګ مخنیوی وکړ.
خو په سپین بولدک کې د طالبانو کمیسار د یادې موضوع په اړه بې خبري ښیي او وايي د سپین بولدک ـ چمن دروازه اوس د تګ راتګ پر مخ خلاصه ده.
بل لورته د سپین بولدک او چمن اوسیدونکي د سپین بولدک ـ چمن دروازه باندې له مسافرو سره د پاکستاني امنیتي ځواکونو له لوري د ناوړه چلند په اړه شکایت کوي.
د محمد اشرف په نوم د کندهار یو اوسیدونکی وايي، په دغه دروازه د ښځو او ماشومانو په ګډون ډيری مسافر د پاکستاني پوځیانو او انساني قاچاق کوونکو له لوري سخت زورول کیږي،«موږ د مجبوریت څخه پاکستان ته ځو ډیری وخت د درملنې په موخه کوټې ته ځو خو پر دغه دروازه ولاړ پاکستاني پوځیان او انساني قاچاق کوونکې افغان مسافر په یوه او بله بهانه سخت زهیروي.»
تر دې وړاندې د طالبانو او پاکستاني پوځیانو تر منځ له نښتې وروسته د پاکستان له لوري د نهه ورځو لپاره د تورخم دروازه د هر ډول تګ راتګ په مخ تړل شوې وه.
دا په داسې حال کې ده چې په دې ورستیو ځو ورځو کې د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې د پاکستان د حکومت له لورې افغان کډوال نیول کیږي او زندانونو ته استول کیږي. خو تر اوسه طالبانو د پاکستان له لوري د افغان کډوالو نیولو ته هیڅ رسمي غبرګون نه دی ښودلی.

د افغانستان لپاره د یوناما ځانګړې استازې روزا اتونبایوا د یکشنبې په ورځ د «وږي ۲۶مه» د معلولیت لرونکو کسانو د مرکز څخه د لیدنې پر مهال د معلولانو حقونو په لوړیدو او ملاتړ ټینګار کړی.
یوناما پر ایکس (پخواني ټویټر) پاڼهد دې لیدنې په اړه لیکلي، «په افغانستان کې د لسیزو جګړو د ژوندي پاتې شویو د حقونو لوړیدا او ملاتړ ته اړتیا لري.»
همدارنګه یوناما لیکلي، اټکل کیږي په افغانستان کې ۲،۵ میلیونه لویان د سختو معلولیتونو سره ژوندی کوي.
خو په افغانستان کې د ماشومانو په ګډون د معلولیت لرونکو کسانو شمېرې يې نه دي شریکې کړې.
بل لور ته د افغانستان د بېلابېلو ولایتونو څخه معلولان د طالبانو له لوري د میاشتنیو معاشونو د نه ورکړې په اړه شکایت کوي.
د کندهار اوسیدونکی محمد لعل چې یوه پښه يې په ماین چاودنه کې له لاسه ورکړې وايي، د تیرو دوو کلنو راهیسې ورته هیڅ ډول کلنی امتیاز نه دی ورکړل شوی،«مخکې موږ ته هر کال د حکومت له لوري معاش راکول کېده، خو اوس موږ د معیوبینو ریاست لوري ته لا څوک نه پریږدي.»
همدارنګه یو شمېر معلولان وايي، په ډیریو ولایتونو کې طالبان یوازې خپلو هغو کسانو ته میاشتنی معاش ورکوي چې د دوی تر قوماندې لاندې په جګړه کې معلول شوي وي.
د کندهار اوسیدونکی رفیع الله وايي: «اوس نه معلولینو، نه کونډې او نه هم د یتیم غږ اوریدل کیږي، هر امتیاز او امکانات چې وي هغه د طالبانو اړوند کسانو یتیمانو او کونډیانو ته په واک کې ورکول کیږي، موږ هم د دې هیواد اوسیدونکي یو او هر چاته باید خپل حق ورکول شي.»
د معلولانو د نيوکو سربېرهڅه موده وړاندې د طالبانو شهیدانو او معلولینو چارو وزارت په خپل کلني راپور کې معلولانو ته د معاشونو ورکړې حساب هم ورکړی و.