د هاګ نړیواله محکمه په اوکراین کې د روسیې د نسل وژنې ادعا څېړي

AP ۱۴۰۲ وږی ۲۷

په هالنډ کې د عدالت نړیواله محکمه به د دوشنبې په ورځ د مسکو د هغې ادعا په اړه اورېدنه وکړي چې وايي پر اوکراین یرغل په دې هېواد کې د روسانو د نسل وژنې د مخنیوي لپاره شوی و.

اوکراین وايي، روسیه په همدې پلمه خپل پوځي یرغل توجیه کوي.

کییف استدلال کوي چې روسیه د نړیوالو قوانینو څخه په ناسمې ګټې اخیستنې سره وایي چې دا برید د اوکراین په ختیځ کې د نسل وژنې د مخنیوي لپاره جواز لري.

د دواړو هېوادونو ترمنځ د جګړې له پیلېدو وروسته دغه هېواد د لاهه محکمې ته شکایت وکړ.

روسیه، اوکراین په نسل وژنې تورنوي او غواړي چې دا قضیه لغوه شي او د دې مسلې د حل لپاره د عدالت نړیوالې محکمې ته اعتراض لري.

د عدالت غوښتنې غونډې به چې د سپټمبر تر ۲۷مې پورې وغځيږي، د قضیې ماهیت نه څیړي، بلکې پرځای یې د اوکراین د ادعا د اوریدو لپاره د محکمې د صلاحیت په اړه پر قانوني دلیلونو تمرکز کوي.

روسیه وايي اوکراین غواړي د لاهه محکمې له لارې ددوی د ځانګړو پوځي عملیاتو مشروعیت تر پوښتنې لاندې راولي.

تر دې مخکې دغې محکمې روسیې ته امر کړی و چې سملاسي په اوکراین کې خپل پوځي عملیات ودروي.

روسیې دغه حکم ته پام نه دی کړی او محکمه د خپلو حکمونو د پلي کولو کومه بله وسیله نه لري.

له دې سره، کارپوهان وايي چې د اوکراین په ګټه وروستۍ پریکړه کیدای شي د راتلونکي خسارې د هر ډول ادعا لپاره مهم وي.

د سویلي آسټرالیا په پوهنتون کې د حقوقو استاد جولیټ مک اینټایر وایي: «که محکمې وموندله چې د روسیې د کړنو لپاره د نسل وژنې کنوانسیون لاندې کومه قانوني توجیه نه شته، دا پریکړه کولی شي د راتلونکي جبران د ادعاوو لپاره لاره جوړه کړي.»

د ملګرو ملتونو د ۱۹۴۸ نسل وژنې کنوانسیون، نسل وژنه د هغو جرمونو په توګه پیژني چې،«په ټوله کې د یوې ملي، توکمیزې یا مذهبي ډلې د له منځه وړلو په پار ترسره کیږي.»

تر اوسه په اوکرایین کې د روسي توکمو وګړو د نسل وژنې په اړه د روسیې ادعا هیڅ یوې خپلواکې ادارې تایید کړې نه ده.

نور خبرونه

رادیو