• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د سپینې ماڼۍ بیاځلې ټینګار: طالبان ورځ تر بلې له نړۍوال مشروعیته واټن اخلي

۲۸ وږی ۱۴۰۲ - ۱۹ سپتمبر ۲۰۲۳، ۰۵:۳۲ GMT+۱تازه شوی: ۲۹ وږی ۱۴۰۲ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۳، ۰۳:۵۶ GMT+۱

د سپینې ماڼۍ د امنیت شورا ویاند جان کربي د افغانستان انټرنشنل خبریال ته ویلي، چې د امریکا سیاست د طالبانو پر وړاندې نه دی بدل شوی. هغه یو ځلې بیا ټینګار وکړ، چې طالبان د نړۍ د غوښتنو خلاف حرکت کوي او د نړۍوال مشروعیت له ترلاسه کولو واټن اخلي.

ښاغلي کربي په نیویارک کې یوې خبري ناسته کې د افغانستان انټرنشنل خبریال عارف یعقوبي په ځواب کې وویل، چې طالبان په افغانستان کې د حکومتولۍ او د ښځو او نجونو سره د چلند په برخه کې د خپلو ژمنو خلاف کړنې کوي.
د سپینې ماڼۍ د امنیت شورا ویاند زیاته کړې:« هغوی نه یوازې دا چې په خپلو ژمنو عمل نه دی کړی؛ بلکې د هغو خلاف لاره یې خپله کړې ده.»
کربي یو ځل بیا ټینګار وکړ، چې په دغه وضعیت کې واشنګټن د طالبانو د رسمیت پېژندنې نیت نه لري.
سره له دې چې امریکا لا هم د طالبانږ په کړنو کې د بدلون په راوستلو ټینګار کوي؛ خو پر دغې ډلې د فشارونو د زیاتولو لپاره د طالبانو د مخالفینو غوښتنو ته یې کوم مثبت ځواب نه دی ویلی.
د افغانستان په چارو کې د امریکا ځانګړي استازي په وار،وار د داعش پر وړاندې د طالبانو د لاسته راوړنو یادونه کړې ده.
کربي وویل، چې په افغانستان کې د القاعدې ډله « په یقیني توګه ډېره کمزورې شوې ده او داسې نه ښکاري، چې افغانستان ته دې بېرته ستنه شي.»
هغه زیاته کړې، چې په افغانستان کې ټولې ترهګرې ډلې د امریکا تر څار لاندې دي.

ډېر لیدل شوي

په افغانستان کې په تیرو شپږو میاشتو کې څه باندې ۸ زره جنایي پېښې ثبت شوې دي
۱

په افغانستان کې په تیرو شپږو میاشتو کې څه باندې ۸ زره جنایي پېښې ثبت شوې دي

۲

لووي انسټیټیوټ: د طالبانو مخالفې ډلې پراخې طرحې لري خو د راتلونکي لپاره باوري پلان نه‌لري

۳

افغانستان کې د تېلو لوړې بیې؛ خلک وایي طالبان د بیو په مهارولو کې پاتې راغلي

۴

ترکیې د ملکیت او پانګونې له لارې ۶۱۳۴ کسانو ته د تابعیت ورکولو پرېکړې لغوه کړې

۵

د امریکا فدرالي محکمې د کمال نبي‌زاده د بندیزونو د لغوه کولو غوښتنه رد کړه