• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزارت له ترکمستانه د« ټاپ پروژې» په برخه کې د همغږۍ غوښتنه وکړه

۲۸ وږی ۱۴۰۲ - ۱۹ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۰:۲۶ GMT+۱

د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزیر عبداللطیف منصور د ترکمنستان د انرژۍ د نړۍوالو پروژو له مشر سره وکتل. نوموړي په دې کتنه کې د «ټاپ» پروژې د عملي کولو او همغږۍ په موخه د ترکمنستان، افغانستان او پاکستان د ګډې ناستې د جوړولو غوښتنه وکړه.

د دغه وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې کتنه کې د برېښنا د لېږد د مزو د غځولو او د نور الجهاد سب سټېشن د پروژې په اړه هم خبرې وشوې.

په دې کتنه کې عبداللطیف منصور د درې واړو هېوادونو ترکمنستان، افغانستان او پاکستان ترمنځ د ګډې «ټاپ» پروژې د ژر تر ژره پلې کېدو په برخه کې په همغږۍ ټینګار کړی.

خبرپاڼه زیاتوي، چې د ترکمنستان د انرژۍ د نړۍوالو پروژو مشر مراد ارتیکوف هم د ټاپي سیمه‌ییزې پروژې په اړه د درې اړخیزې ناستې وړاندیز تایید کړ او ډاډ یې ورکړ، چې ترکمنستان له افغانستان سره د ګډو همکاریو دوام ته ژمن دی.

د طالبانو د انرژۍ او اوبو وزارت د مراد ارتیکوف په حواله لیکلي، چې تمه ده په هرات ولایت کې د نورالجهاد سب سټېشن او د ۱۱۰ کیلو ولټ برېښنا د لېږد لین پروژې تر راتلونکې ژمي پورې بشپړې شي.

په ۱۳۹۶ کال کې د افغانستان، ترکمنستان، پاکستان او هند د مشرانو په حضور کې له ترکمنستان څخه د افغانستان له لاري پاکستان ته د (ټاپ) د ۵۰۰ کیلو ولټه برېښنا د لېږد کار پیل شو.

په وروستیو کلونو کې طالبان د سیمه‌ییزو پروژو د عملي کولو پر وړاندې لوی خنډ او ګواښ و.

د پخواني افغان حکومت له نسکورېدو او واک ته د طالبانو له رسېدو سره، دغې ډلې په وار، وار له افغانستان څخه د انرژۍ د لېږد د پروژې د عملي کېدو غوښتنه کړې او ټینګار یې کړی، چې د برېښنا د لېږد د پروژې امنیت به ټینګ کړي.

ډېر لیدل شوي

د ملګرو ملتونو کارپوهانو له پاکستان څخه وغوښتل چې له ګواښ سره د مخ افغانانو اېستل ودروي
۱

د ملګرو ملتونو کارپوهانو له پاکستان څخه وغوښتل چې له ګواښ سره د مخ افغانانو اېستل ودروي

۲
د حکمتیار لیکنه

په سيمه کې څه تېرېږي او هېواد کوم لوري ته بېول کېږي؟

۳

حکمتیار: طالبان د پردیو په پیسو او وسلو تپل شوي او د افغانستان پر زېرمو د معاملې حق نه‌لري

۴

د بوش مرکز: د طالبانو له بندیزونو سره سره افغان نجونې د زده‌کړو د حق لپاره مبارزه کوي

۵

عبدالمتین قانع: د ترکیې له پلاوي سره له پاکستان سره د کړکېچ او د ایران پر وضعیت خبرې شوې